ژوند

هره شپه، مخکې له دې چې ويده شی نو د خپلو سبانيو کارونو نوملړ چمتو کړئ. دا کار هغه خنډونه در په ګوته کوي چې سبا ستاسو د کار مخه نیسي، د شپې به په بې غمه زړه ویده شی او نیمه شپه به له دې وېرې نه را ويښېږی، چې فلانی کار مې له یاده ونه وځي. پر دې…
نارنج هغه مېوه ده چې د بدن په سلامتیا کې مهم رول لري. سربېره پردې د یو شمېر ناروغیو په له منځه وړولو کې هم ګټور تماميږي. نارنج په زیاته اندازه ویټامین سي لري چې د خوړو خوند ښه کوي. د نارنج پوستکی د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.د نارنج صحي ګټې:۱ـ د سرطان په مخنیوی کې مرسته…
که د لنډ سفر تکل لری، ضرور به له ځانه پوښتی چې له چاسره ولاړ شم؟ کوم وخت مناسب دی؟ د تلو له څه ډول وسیلې کار واخلم؟ څومره وخت باید هلته پاتې شم؟ او کوم وسايل را سره یوسم. کله چې د یوې لنډې مسافرۍ هوډ لرو، اړ یو مخکې له مخکې پروګرام جوړ کړو او له ځانه ګڼ…
ډېر ښه او بد عادتونه شته چې زموږ د ژوند یوه برخه ګرځېدلي او پرېښودل یې سخت دي. خو که پوه شو چې ځینې بد عادتونه مو د روغتیا پر زیان دي، نو بیا یې په اسانۍ سره پرېښودلی شو. ورځني عادتونه مو پر روغتیا مستقیم اغېز لري. ډېری بد عادتونه چې موږ ارزښت نه ورکوو، زموږ اندامونو ته زیان…
نوښت مو په ژوند کې بدلون راولي او د ژوند کولو بېلابېلې لارې چارې در زده کوي.بادرنګبادرنګ نه یوازې دا چې بدن مرطوب ساتي، بلکې ګڼې نورې ګټې هم لري. دغه ګټې هغه وخت یوه پر څو برابره شي چې له اوبو سره ګډ شي. د بادرنګو ټوټې نه یوازې دا چې اوبو ته ځانګړی خوند ورکوي، بلکې اوبه په…
تل قانع اوسئ!هېڅ وخت بل چاته سترګې مه پټوئ! د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان یې نه لری او یا ورته کافي پانګه نه لری، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږدئ. د ژوند له کوچنیو خوښیو لکه پلي تګ، له دوستانو سره ناستې ولاړې او په طبيعت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخلئ.پرېږدئ…
د ژوند پایښت پر اوبو دی؛ اوبه هغه ماده ده چې انسان ته ژوند وربښي او په بدن کې مړه شوي سلولونه بیا را ژوندي کوي. اوبه د پوستکي ګونځې له منځه وړي او له ښکلا سره مو مرسته کوي. که څه هم چې اوبه خوند او رنګ نه لري، خو پر دې سربېره موږ کولی شو چې هم خوند…
فکر وکړئ، څو شېبې مخکې مو یو خوندور برګر خوړلی، اوس هېڅ ښه احساس نه لری؛ معده مو درنه ده، سر مو ګرځي او... ګومان مو سم دی، مسموم شوی یاست. هر څوک په ژوند کې لږ تر لږه یو ځل مسمومېدلی شي. غذایي مسمومیت له لږ نيولې تر ډېر پورې بېلا بېلې نښې نښانې لري. خفیف مسمومیت، ښايي له…
هره ورځ لږ تر لږه دریو کسانو ته داسې خبرې وکړئ چې پخپله پرې د خوشالۍ احساس وکړی. د دعا کولو لپاره ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ.له ځان سره پرېکړه وکړئ چې له داسې کسانو سره به ملګرتیا پالی چې ټول وخت مثبت فکر کوي. له منفي بافه خلکو سره ګرځېدل مو د پرمختګ مخه نيسي.د باران اورېدو پر…
د کوپرې اوبه انسان ته د طبيعت تر ټولو ښه ډالۍ ده. دغه اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ويټامینونه، معدني مواد، امینواسیدونه، کاربوهایډرېټ، انټي اکسیدان او انزایمونه لري. په ټوله کې ویلی شو چې د کوپرې اوبه د هغو موادو او منرالونو درلودونکې دي چې د بدن لپاره ګټورې دي.کوپره د وزن له کمولو سره مرسته کوي؛…
تر ځان وروسته د نورو د بریاوو په اړه هم فکر وکړئ.ورځ مو په خوښۍ سره پیل کړئ؛مینه ناک و اوسئ او له کینې ځان وژغورئ؛د نورو نظر او خبرو ته احترام وکړئ؛تل بښنه وکړئ او مهربانه و اوسئ؛هره ورځ مو په مسکا سره پیل کړئ؛تل مثبت فکر او خبرې کوئ؛غوسه مه کوئ؛په نه خبره مه غوسه کېږئ؛تل د خدای…