ژوند

د مېوو او سبو سم ساتل په دې مانا دي چې پکې شته معدني مواد، ويټامينونه، اکسيډانونه او فيبر له منځه ولاړ نه شي.څېړونکي وايي، تل دومره مېوې او سابه واخلئ چې د يوې اونۍ لپاره مو بس شي، ځکه که تر يوې اونۍ ډېرې ساتل کېږي نو غذايي ارزښت او محتويات يې له منځه ځي.کرم، سور کرم، پالک، ګازرې…
له لویانو نیولې تر وړو، ټول انسانان هیلې لري چې غواړي ورته ورسېږي. دغه هیلې تر هغه وخته نه را برسېره کېږي څو په ارامه فضا کې پرې فکر ونه کړئ. د دغه کار لپاره باید له خپل کور او کورنۍ لرې یوه ځانګړي طبیعت ته پناه یوسی څو په یوه لوی کهکشان کې خپل ځانګړی ځای پیدا کړی. د…
ځینو وړو، خو اړینو مسایلو ته پام نه کول، ښايي ګډ ژوند تریخ کړي. نرمې او په دقت خبرې کول مو ګډ ژوند ښایسته کولی شي. له بده مرغه باید ووایو چې ځینې جوړې نه شي کولای په دقت او ارامۍ سره خبرې وکړي، ځکه د خبرو کولو پر مهال ترې تېروتنې کېږي او دا چاره د دې لامل کېږي…

طلایي کرښې

16 سلواغه 1396
نن یوه کس ته بښنه وکړه او د زړه بنده دروازه د هغه پر مخ خلاصه کړه. بې ځایه او غیر ضروري اندېښنې پرېږده. داسې به د ارامتیا احساس وکړې ځکه چې يو ساده او اسانه کار دې کړی او همدې کار دې په ژوند کې مثبت بدلون راوستی دی.د کور په هر کونج کې دې د مینې زړي وشينده…
د تغذیې د برخې څېړونکو موندلې چې مالټې د سرطان ضد ځانګړنې لري. مالټه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ويټامین سي لري. مالټه پر ويټامینونو سربېره کلسیم، فاسفورس، اوسپنه او کاني مواد لري چې د هډوکو په وده او د غاښونو په پیاوړتیا کې خورا مهم رول لوبوي.پوهانو وايي، که مالټه د ستړیا په وخت کې وخوړل شي…
ډیابېټ یا شکر، چې موږ ورته په عامیانه ډول د شکرې ناروغي هم وایو، یوه مضمنه ناروغي ده چې نن سبا پرې ګڼ شمېر خلک اخته دي او هر کال د ميلیونونه کسانو ژوند اخلي. دغه ناروغي په وینه کې د قندو د کچې د لوړوالي له کبله پیدا کېږي او د ځیکر د تحولاتو او تخریب لامل کېږي. په…
په ذهن کې دغه تصویر مجسم کړئ: د لمر وړانګې اسمان ته ځانکړې ښکلا ورکوي، رڼا تر کړکیو ستاسو کوټې ته درځي او یوه ځانګړې فضا جوړوي. الوتونکي له خپلو ځالو را وځي او په خپلو خوږو نغمو چاپېريال ته ځانګړې ښکلا ورکوي. تاسو هم د طبيعت په شان له پوره انرژۍ سره د ورځې هرکلي ته تیاری نیسی.نن د…

دا مه هېروئ!

10 سلواغه 1396
دا مه هېروئ چې خدای پاک تل ستاسو ساتونکی دی.دا مه هېروئ چې تل په زړونو کې د ځانونو د بښلو لپاره ځای وساتئ.دا مه هېروئ چې د ورځې په سر کې مو یو مثبت فکر ټوله ورځ بدلولای شي.دا مه هېروئ، څو چې په خپله ونه غواړی، هېڅوک هم نه شي کولای ستاسو ژوند خراب کړي.دا مه هېروئ چې…
نامناسبه تغذیه، د بډوډو او ینې ناروغۍ هغه عوامل دي چې د وینې له کمښت سره مو مخ کوي. د درملو تر څنګ چې روغتیا پالان یې د وینې کمښت لرونکو ته توصیه کوي، ځینې مېوې هم شته چې په دې برخه کې ګټورې تمامېږي.ډاکټران وایي، ځینې هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې اوسپنه لري، که له لیمو سره…
روغتیایي څېړونکي وایي، هغه عمر خوړلي کسان چې له فیبر لرونکو مېوو ګټه اخلي، ډېر لږ د اوریو پر ناروغۍ اخته کېږي او غاښونه یې روغ وي.دوی پر ګڼ شمېر کسانو څېړنه کړې ده چې په ورځني ډول یې په هره غذایي وعده کې فیبر لرونکي خواړه او مېوې کارولې. د څېړنو پایلو ښودلې چې دې چارې په عمر خوړلو…
هغې څېړنې چې په ۲۰۰۴ زېږديز کال کې پر کېلې شوې ده، ثابته کړې ده چې پوټاشیم لرونکي خواړه په ښځو کې د زړه د حملو مخه نیسي.څېړونکی پلاوی وایي، هغه مېرمنې چې عمرونه یې له څلوېښتو پورته دي، باید په خپل غذایي رژیم کې د پوټاشیم کچه لوړه کړي؛ ځکه له پوټاشیم څخه ګټه اخیستل کولی شي د وینې…