ورزش

فرانسې د فوټبال نړيوال جام په سياليو کې کروشيا ته په ماتې ورکولو سره نړيواله اتلولي خپله کړه. دغه سيالۍ له څه باندې يوې مياشتې راهيسې د روسيې په ځینو ښارونو کې روانې وې او تېره شپه يې پاىلوبه د فرانسې او کروشيا تر منځ ترسره شوه. د دې پاىلوبې نندارې ته د لسګونو زرو نندارچيانو تر څنګ د روسيې،…
د زونونو په کچه د غازي امان الله خان د یو ورځنیو کرکټ لوبو د دوهم پړاو سیالۍ په کابل کې پیل شوې. د دغو سیالیو د پیل لوبه نن د سپین غر او کابل زونونو ترمنځ د کابل په الکوزي نړیوال لوبغالي کې ده. دا سیالۍ د جولای د میاشتې په لسمه په خوست او کابل کې پيل شوې…
د کونړ او ننګرهار ولایتونو د خبریالانو د کرکټ پای لوبه د کونړ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده. د شلو اووريزو سياليو سيريز د کونړ او ننګرهار د خبريالانو ترمنځ درې ورځې مخکې په کونړ ولايت کې پيل شوى و . په پاى کې لوبه د کونړ لوبډلې، د ننګرهار لوبډلې ته د ١٥٢ منډو هدف ورکړ چې…
افغان کرېکټ ملي لوبډله نن په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې له بنګله دېش سره مخ کېږي.دا لوبه د افغانستان په کوربه توب د هند د دهرادون ښار په راجيف ګاندي لوبغالي کې کېږي.د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي ویلي، له بنګله دېش سره د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دا سيالۍ خورا مهمې دي، ځکه…
د افغانستان د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې له بنګله دېش سره د دریو شل اوریزو او له هند سره ټېسټ لوبې ته افغان لوبډلې اعلان کړې.په لوبډلو کې هغو لوبغاړو ته چې د نولس کلنو په لوبډله او د احمد شاه ابدالي جام په څلور ورځنیو سیالیو کې ښه ځلېدلي وو، ځای ورکړل شوی دی. دروېش رسولي او وفادار مومند…
 د هند د غوره لیګ کرکټ سیالیو ( اي پی ایل) د پلی اف په یوه لوبه کې دافغان لوبغاړي راشد خان لوبډلې حیدر اباد د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکولو سره ددې سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه. اوس به حیدر اباد پای لوبه کې له د چنایي لوبډلې سره مخامخ کیږي. په پرونۍ لوبه کې دراشد خان…
 د افغانستان کرکټ بورډ خپل نړیوال رسنیز حقوق ټوټل سپورټس مارکیټنګ کمپنۍ (TSM) ته وسپارل چې ټولې نړیوالې لوبې او کورنۍ سیالۍ په کې شاملې دي. د کرکټ بورډ لخوا په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ، دا هرڅه د ۵ کلونو لپاره له ۲۰۱۸ م کاله تر ۲۰۲۳ م کاله پورې دي. سرچینې زیاته کړې، ددې خبرې…
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا په نوې درجه بندۍ کې، له پنځو هېوادونو مخکې شوی دی. د هېواد د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډله د ۱۷۶ امتیازونو په تر لاسه کولو سره توانېدلې چې د ۱۳۵ مقام نه ۱۴۸ مقام ته ځان ورسوي. افغان فوټبال ملي لوبډلې د…
افغان کرېکـټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ د نړيوال جام د غوراوي سياليو په پايلوبه کې د وېسټ انډيز کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام يې پورته کړ.دا لوبه پرون د زېمبابوې په هرارې سپورټ کلپ لوبغالي کې وشوه چې د وېسټ انډيز لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه…
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ اچوونکي راشد خان د تیزو سلو ویکټو ریکارډ پر خپل نوم کړ. راشد خان په ۴۴ سیالیو کې د ۱۰۰ ویکټو په تر لاسه کولو سره وکولی شول، چې د کرکټ د نړۍ یو بل ریکارډ هم پر خپل نوم ثبت کړي. وړاندې تر دې دا ریکارډ د اسټرالیا د لوبډلې د…
افغان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې نن له وېسټ انډيز سره پايلوبه کوي.افغانستان او وېسټ انډيز هغه لوبډلې دي چې د نړۍ د لسو هېوادونو له منځه يې د ۲۰۱۹ م کال نړيوال جام سياليو ته لاره موندلې ده.د نړيوال جام د غوراوي سياليو په لومړيو دريو لوبو کې…