افغانستان د کرکټ په شل اووریزه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

17 سلواغه 1396

افغانستان دکرکټ په یوه شل اووریزه نړیواله لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه. دا لوبه د متحده عربي اماراتو د شارجې په ښار کې ترسره شوه. دافغانستان لوبډلې ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې دتوپ اچونې پریکړه وکړه، دافغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله دزمبابوې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۲۱ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري راشد خان درې، شرف الدین اشرف او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول. ملي لوبډلې یاد هدف په پنځلسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدلوترلاسه او لوبه یې وګټله. د افغانستان له لوري محمد نبي ۴۰ ، شهزاد محمدي ۲۰ شرف الدین اشرف ۱۸ او شفیق الله شفق ۱۴ منډې وکړې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.