افغانستان په پنځمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم زمبابوی ته ستره ماتې ورکړه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په پنځه او وروستۍ لوبه کې هم زمبابوې ته په سترې ماتې ورکولو سره د پنځو لوبو لړۍ څلور پر یو وګټله.

د دوو شل اووریزو او پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو دا لړۍ د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې ترسره شوه.

د پنځمې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې.

دافغانستان له لوري جاوید احمدي ۷۶ او رحمت شاه ۵۹ منډې جوړې کړې، شهزاد ۲، سمیع الله شینواری ۵، اصغر ستانکزی ۲، ناصر جمال ۷ او محمد نبي ۹ منډې جوړې کړې، خو وروستو راشد خان او شرف الدین ښه لوبه وکړه، راشد خان ۴۲ او شرف الدین ۲۱ منډې جوړې کړې.

د زمبابوی لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۳۲ اورونو کې په ۹۵ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۴۶ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري راشدخان په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د زمبابوي درې لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز شرف الدین او محمد نبي ۲، ۲، مجیب ځدراڼ او شاهپور ځدراڼ یو یو لوبغاړی وسوځولو.

شرف الدین د وروستۍ لوبې او او راشد خان ددې لوبو د لړۍ غوره لوبغاړي اعلان شول.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.