افغانستان د ١٩ کلنو نړيوال جام غوراوي سياليو کې پنځمه بريا خپله کړه

07 زمری 1396 Maseer Daily

د نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې افغان نولس کلنو ملي لوبډلې سينګاپور لوبډلې ته يو ځل بيا په ستر توپير سره ماتې ورکړه.

د غوراوي دا يو ورځنۍ سيالۍ د کوربه هېواد سينګاپور، افغانستان، ماليزيا او نيپال په ګډون تېره اونۍ پيل شوې دي. او هره لوبډله له بلې سره دوه دوه لوبې کوي.

د افغانستان او سينګاپور ترمنځ د نننۍ لوبې پچه سينګاپور وګټله او افغان نولس کلنې لوبـډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، افغان نولس کلنې لوبډلې په ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدلو سره ٣٠٤ منډې جوړې کړې او سينګاپور ته يې د ٣٠٥ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري تر ټولو زياتې منډې ابراهيم ځدراڼ ۷۳، درويش رسولي ۷۱، طارق ستانکزي ۵۵، نويد عبيد ۲۹ او اکرام علي خېل ۲۷ منډې جوړې کړې.
د سينګاپور لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ په ۱۸ اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۸۱ منډې جوړې کړې او افغان نولس کلنو لوبډلې ته يې د ۲۲۴ منډو په توپير لوبه وبايلله.
د افغان نولس کلنو له لوري مجيب ځدراڼ ۴، يوسف ځاځي ۳، وفادار مومند، وقارالله اسحاقزي او شمس الله وليخيل يو - يو لوبغاړی وسوځولو.
ابراهيم ځدراڼ چې ۷۳ منډې يې کړې وې ، د لوبي غوره لوبغاړی اعلان شو.

سينګاپور ته په ماتې ورکولو سره افغانستان په دې سياليو کې پنځمه بريا خپله کړه او نړيوال جام ته د لار موندلو چانس يې زيات شو.

تر اوسه په دې سياليو کې افغانستان سينګاپور او ماليزيا ته دوه دوه ځلې او نيپال ته يو ځل ماتې ورکړې ده.

افغانستان به سبا خپله وروستۍ لوبه له نيپال سره ترسره کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.