افغانستان دویم ځل لپاره د کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام غوراوي سیالیو په وروستۍ لوبه کې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره د راتلونکي کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه. د لسو هیوادونو په ګډون د نړیوال جام دغوراوي سیالۍ په زمبابوې کې روانې دي، د لومړي پړاو سیالیوکې افغانستان یوه لوبه وګټله اودرې یې بایلودل او دویم پړاو ته یې په وروستیو مرحلوکې لاره پیدا کړه. ددویم پړاو په لومړیو دوو لوبو کې افغانستان ویسټ انډیز او اماراتو ته ماتې ورکړه او په دریمه او برخلیک ټاکونکې لوبه کې یې پرون ایرلینډ ته هم ماتې ورکړه او له ویسټ انډیز سره یې یو ځاي نړیوال جام ته لاره پیدا کړه. د ا فغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، چې ددې لوبې پچه ایرلینډ وګټله اولومړی یې دتوپوهنې پریکړه وکړه، د ایرلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغادو په سوځیدلو ۲۰۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۱۰ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري راشد خان ۳، دولت ځدراڼ ۲ او محمد نبي یولوبغاړی وسوځول. دافغانستان ملی لوبډلې دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره ډیره ښه لوبه پیل کړه ، شهزاد پنځوسیزه ووهله ، خوپه ۵۴ منډو وسوځید، ګلبدین یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او ۴۵ منډې یې جوړې کړې، په مینځ کې رحمت شاه ۱۲، سمیع الله شینواري ۲۷ او محمد نبي هم ۱۲ منډې جوړې کړې او وسوځیدل، چې ورسره افغان لوبډله لږ تر فشار لاندې راغله. هوتک وايي، وروستیو مرحلو کې لوبډلمشر اصغر ستانکزي اونجیب الله ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه اوافغانستان ته یې بریا په برخه کړه.  اصغر ۳۹ او نجیب ۱۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې. شهزاد محمدي ددې غوره لوبغاړی اعلان شو په دویم پړاو کې دافغانستان چانس ډیر کم و، چې نړیوال جام ته ووځي، ځکه چې ویسټ انډیز، سکاټلینډ او زمبابوې له څلور څلورو نمرو سره راغلي وو، خو افغانستان له صفر نمرې سره راغلی و، خو هغوی ددویم پړاو لوبې بایلودې او افغانستان ټولې لوبې وګټلې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.