افغانستان او وېسټ انډيز نن پايلوبه کوي

افغان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې نن له وېسټ انډيز سره پايلوبه کوي.
افغانستان او وېسټ انډيز هغه لوبډلې دي چې د نړۍ د لسو هېوادونو له منځه يې د ۲۰۱۹ م کال نړيوال جام سياليو ته لاره موندلې ده.
د نړيوال جام د غوراوي سياليو په لومړيو دريو لوبو کې د افغان لوبډلې لوبې د پام وړ نه وې، خو وروستۍ څلور واړه لوبې يې وګټلې او نړيوال جام ته يې لاره ومونده.
د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړيوال جام په انګلستان او وېلز کې کېږي ټولټال پکې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي او هره لوبډله په ليګي بڼه له نورو لوبډلو سره نهه سيالۍ کوي. د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې ته لاره مومي او له هغه ځایه بيا دوې لوبډلې پايلوبې ته ځي.
د افغانستان او وېسټ انډيز ننۍ لوبه تشريفاتي بڼه لري او په نړيوال جام کې د دواړو لوبډلو پر ځايګي اغېز نه لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.