راشد خان د کرکټ نړۍ یو بل ریکارډ هم پر خپل نوم کړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ اچوونکي راشد خان د تیزو سلو ویکټو ریکارډ پر خپل نوم کړ. راشد خان په ۴۴ سیالیو کې د ۱۰۰ ویکټو په تر لاسه کولو سره وکولی شول، چې د کرکټ د نړۍ یو بل ریکارډ هم پر خپل نوم ثبت کړي. وړاندې تر دې دا ریکارډ د اسټرالیا د لوبډلې د تېز توپ اچوونکي میچل سټارک په نوم وو چې په ۵۲ لوبو کې یې ۱۰۰ ویکټې اخیستې وې. راشد خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هغه پیاوړی سپینر یا ورو توپ اچوونکی دی چې د نړۍ په ډیریو لیګونو کې یې لوبې تر سره کړې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.