افغان کرېکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام غوراوي پړاو اتلولي وګتله

افغان کرېکـټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ د نړيوال جام د غوراوي سياليو په پايلوبه کې د وېسټ انډيز کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام يې پورته کړ.
دا لوبه پرون د زېمبابوې په هرارې سپورټ کلپ لوبغالي کې وشوه چې د وېسټ انډيز لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
که څه هم د وېسټ انډيز لوبغاړي د غچ اخيستو په نيت لوبې ته ښکته شوي وو، خو افغان توپ اچوونکو يې د توپوهنې ليکه وشلوله او ډېرو منډو ته يې پرېنښودل.
وېسټ انډيز لوبډله د لوبې په ۴۷ اوور کې د ۲۰۴ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېده او افغان لوبډلې ترلاسه کړی هدف په ۴۱ اوور کې د نبي عيسی خيل په دريو پرلپسې شپږيزو تر لاسه کړ.
شهزاد محمدي د ۸۴ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.