د افغانستان د فوټبال ملي ټیم تر پنځو هېوادونو مخکې شوی دی

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا په نوې درجه بندۍ کې، له پنځو هېوادونو مخکې شوی دی. د هېواد د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډله د ۱۷۶ امتیازونو په تر لاسه کولو سره توانېدلې چې د ۱۳۵ مقام نه ۱۴۸ مقام ته ځان ورسوي. افغان فوټبال ملي لوبډلې د اسیا په کچه ۲۹ مقام خپل کړی دی. د فوټبال د نړۍ د ۲۰۶ هېوادونو په ډله کې، جرمني د ۱۶۰۹ امتیازونو سره لومړی، برازیل د ۱۴۸۹ امتیازونو سره دوهم او پرتګال بیا د ۱۳۶۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په درېیم کې ځای کې قرار لري.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.