د بنګله ‎دېش او هند پر وړاندې سياليو ته افغان لوبډلې اعلان شوې

08 غبرګولی 1397

د افغانستان د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې له بنګله دېش سره د دریو شل اوریزو او له هند سره ټېسټ لوبې ته افغان لوبډلې اعلان کړې.
په لوبډلو کې هغو لوبغاړو ته چې د نولس کلنو په لوبډله او د احمد شاه ابدالي جام په څلور ورځنیو سیالیو کې ښه ځلېدلي وو، ځای ورکړل شوی دی. دروېش رسولي او وفادار مومند هغه لوبغاړي دي چې د لومړي ځل لپاره په ملي لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی او دغه راز حشمت الله شهيدي، سعيد شیرزاد او عثمان غني هم له ډېرې مودې وروسته ملي لوبډلې ته راستانه شوي دي.
افغان لوبډله د راتلونکې جون میاشتې پر درېیمه، پنځمه او اوومه د بنګله دېش پر وړاندې د هند د دهرادون ښار په راجیف ګادي لوبغالي کې لوبېږي.
له دغو لوبو وروسته به ملي لوبډله د راتلونکې میاشتې پر څوارلسمه د هند پر وړاندې خپله لومړنۍ ټېست لوبه وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.