افغان کرېکټ لوبډله نن له بنګله دېش سره سيالي کوي

13 غبرګولی 1397

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې له بنګله دېش سره مخ کېږي.
دا لوبه د افغانستان په کوربه توب د هند د دهرادون ښار په راجيف ګاندي لوبغالي کې کېږي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي ویلي، له بنګله دېش سره د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دا سيالۍ خورا مهمې دي، ځکه په وينا يې چې افغانستان بايد د روان کال تر پايه د شل اوريزو لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې تر اتم مقامه ورسېږي، څو راتلونکي نړيوال جام ته نېغ په نېغه لاره ومومي.
افغانستان او بنګله دېش تر ننۍ سيالۍ وروسته دوې نورې لوبې هم لري، خو تر هغو وروسته به بيا افغان لوبډله د هند له لوبډلې سره په خپله لومړنۍ تاريخي ټېسټ سيالۍ کې مخ شي.
افغان لوبغاړي له ډېرې مودې راهيسې دې لوبو ته د چمتووالي په موخه په هند کې پر تمريناتو بوخت دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.