د خبریالانو د کرکټ پای لوبه د کونړ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده

24 چنګاښ 1397

د کونړ او ننګرهار ولایتونو د خبریالانو د کرکټ پای لوبه د کونړ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده. د شلو اووريزو سياليو سيريز د کونړ او ننګرهار د خبريالانو ترمنځ درې ورځې مخکې په کونړ ولايت کې پيل شوى و . په پاى کې لوبه د کونړ لوبډلې، د ننګرهار لوبډلې ته د ١٥٢ منډو هدف ورکړ چې د ننګرهار لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ونه شواى کولى چې دغه هدف پوره کړي. د لوبې غوره لوبغاړى د کونړ له لوبډلې څخه فياض خان وټاکل شو، نوموړي په ١٦ توپونو نيمه سليزه پوره کړې وه. د کونړ د خبريالانو د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر مجاهد شورش وويل چې له دې سياليو څخه موخه د سولې پيغام او د خبريالانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو. هغه زياته کړه: (( خبریالان چې د ټولنې د باور خلک دي د نورو خبرونو ترڅنګ باید د ورزش د پیاوړتیا لپاره هم کار وکړي، ترڅو د همدې لارې هغه ځوانان چې په نشو او نورو بې ځايه کارونو بوخت دي لاس واخلي.)) دغه راز د ننګرهار د خبريالانو د کرکټ لوبډلې، لوبډلمشر سميع الله هلال وويل چې په راتلوونکي هم بايد دغه شان سيالۍ ترسره شي ترڅو د خبريالانو ترمنځ اړيکې پياوړې شي. دغه راز د پاى لوبې په مراسمو کې د کونړ د والي مرستيال ګل محمد بيدار هم ګډون کړى و. نوموړي وويل چې د دغه شان سياليو ترسره کېدل په هېواد کې د سولې له پروسې سره هم مرسته کوي. هغه زياته کړه چې په کونړ کې د کرکټ د معياري لوبغالي د جوړېدو په برخه کې د ځمکې ستونزه به هم هواره کړي. دا په داسې حال کې ده چې تېرکال په ننګرهار کې د خبريالانو د کرکټ سياليو اتلوالي هم د کونړ لوبډلې ترلاسه کړې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.