د غازي امان الله خان د یو ورځني کرکټ د دوهم پړاو سیالۍ پیل شوې

24 چنګاښ 1397

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان د یو ورځنیو کرکټ لوبو د دوهم پړاو سیالۍ په کابل کې پیل شوې. د دغو سیالیو د پیل لوبه نن د سپین غر او کابل زونونو ترمنځ د کابل په الکوزي نړیوال لوبغالي کې ده. دا سیالۍ د جولای د میاشتې په لسمه په خوست او کابل کې پيل شوې وې چې له دې وروسته د دوهم پړاو سیالۍ يې په کابل کې تر سره کېږي.په لومړي پړاو سیالیو کې د اې ګروپ څخه د بند امیر او د بي ګروپ څخه د سپین غر لوبډلې د جدول په سر کې ځای لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.