فرانسې د فوټبال نړيوال جام اتلولي خپله کړه

25 چنګاښ 1397

فرانسې د فوټبال نړيوال جام په سياليو کې کروشيا ته په ماتې ورکولو سره نړيواله اتلولي خپله کړه. دغه سيالۍ له څه باندې يوې مياشتې راهيسې د روسيې په ځینو ښارونو کې روانې وې او تېره شپه يې پاىلوبه د فرانسې او کروشيا تر منځ ترسره شوه. د دې پاىلوبې نندارې ته د لسګونو زرو نندارچيانو تر څنګ د روسيې، فرانسې او کروشيا ولسمشران هم ورغلي وو. دفرانسې لوبډلې په ١٥مه دقيقه کې لومړى ګول ووهلو، خو په څلوېښتمه دقيقه کې کروشيا برابر کړ، لږه شېبه وروسته يې بل ګول ووهلو او د کروشيا خوښي په خپګان بدله کړي. د لوبې په لومړۍ برخه کې فرانسې دوه او کروشيا يو ګول وهلي وو. په دويمه برخه کې فرانسې دوه نور او کروشيا يو ګول ووهل او دغه راز دا لوبه د فرانسې په بريا او اتلولۍ پاى ته ورسېده. د کروشيا لوبډلمشر لوکا ماډرچ د دې سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو. د فوټبال په نړيوال جام سياليو ک ٣٢ لوبډلو برخه اخيستې وه، بلجيم درېيم او انګلستان څلورم مقام خپل کړ. فرانسه په ١٩٩٨ کال کې هم نړيواله اتلولي ترلاسه کړې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.