افغان لوبغاړو د کوريا تېکواندو سياليو کې څلور مډالونه وګټل

د تکواندو افغان لوبغاړو په سوېلي کوريا کې د تيکواندو ازادو سياليو کې د دوو سرو زرو په ګډون څلور مډالونه ګټلي دي. د افغانستان تېکواندو فدراسيون چارواکې وايي، چې دا سيالۍ له تېرو څو ورځو راهيسې په سوېلي کوريا کې پيل شوې چې په کې له ٦١ هېوادونو څخه شاوخوا ٢٦٦٠ لوبغاړو برخه اخيستې ده. سرچينې زياته کړې چې افغان لوبغاړو د کوريا، جاپان، اندونيزيا، چين، تايپه، قزاقستان او امريکا په څېر هېوادونو لوبغاړو ته ماتې ورکړې او مډالونه يې ګټلي دي.د تکواندو فدراسيون د معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړو نثار احمد عبدالرحيمزي او فرزاد منصوري د خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه ، رامش حسيني او محسن رضايي د برونز مډالونه ګټلي دي. د سرچينې د معلوماتو پر اساس، افغانستان په دې سياليو کې په ټيمي لحاظ درېيم مقام ته رسېدلی او همداراز له دې لوبو ګټلي امتیازونه له لوبغاړو سره مرسته کوي څو نړیوالو او المپیکي لوبو ته په اسانۍ لار پیدا کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.