د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د ايرلينډ پر وړاندې د شل اووريزو او يو ورځنيو نړيوالو سياليو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه. ټاکل شوې ده د افغانستان او ايرلينډ تر منځ د کرکټ دغه سيالۍ راتلونکې مياشت د ايرلينډ په کوربه توب ترسره شي. د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل د زمري په ٣مه د ملي لوبډلې د اعلان پر مهال وويل چې له ډېر غور وروسته يې غوره لوبډله ټاکلې ده. هغه زیاته کړه، دغه لوبې به د افغانستان لوبغاړو لپاره یوه غوره پایله ولري او د راتلونکي نړیوال جام لپاره د لوبغاړو چمتووالي برخه کې اغېزناکې تمامې شي او تر څنګ به یې د لوبغاړو لا ډېره روزونه وشي. د هغه په وینا، په یاد نوملړ کې د ځوان او تکړه لوبغاړو نومونه شامل دي چې حضرت الله ځاځی، وفادار مومند، سیداحمد شېرزاد او د میرویس اشرف بېرته راتګ یې غوره بېلګې دي. منګل زیاته کړه چې شاهپور ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ او حمید حسن د ټپي کېدو له امله د غوراوي لپاره په پام کې نه دي نیول شوي، یاد درې لوبغاړي اوسمهال تر درملنې لاندې دي. د ایرلنډ پر وړاندې د نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره ۱۴ کسیزه لوبډله: محمد شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، سمیع االله شینواری، اصغرستانکزی، محمد نبي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک." او د نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لپاره په ۱۶ کسیزه لوبډله کې محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سیداحمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند شامل دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.