د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان غوره ليګ ومانه

د افغانستان کرکټ بورډ تېره مياشت په رسمي ډول د کرکټ له نړيوالې شورا د افغانستان غوره ليګ سياليو د منظورۍ او ترسره کېدو غوښتنه کړې وه، چې د يادې شورا له لوري ومنل شوه. د كركټ بورډ په خبرپاڼه كې راغلي، دا غوښتنه په داسې حال کې منل کېږي، چې تر دې مخکې د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ هم د افغانستان غوره ليګ لوبو د ترسره کېدو ملاتړ کړى و. په دې كار سره به د نورو هېوادونو د کرکټ ادارې وکړاى شي خپلو لوبغاړو ته د افغانستان په غوره ليګ سياليو كې د ګډون اجازه ورکړي. دغه لوبې به د روان ميلادي کال د اکټوبر مياشتې په پنځمه نېټه پيل شي او د همدې مياشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې دوام وکړي. په ياد ليګ كې د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او پکتيا د كركټ پنځه لوبډلې شاملې دي.
د دې لوبډلو د پېرلو داوطلبي روانه ده او ښايي دا لړۍ د روانې اګسټ مياشتې تر نيمايي پورې بشپړه شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.