په شپږيزه کرېکټ ليګ سلګونه ميليونه افغانۍ پانګونه شوې

نن د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ د پنځم پړاو سيالۍ پيلېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل وايي، چې دغه ليګ ته يې بشپړ چمتووالی نيولی او سږ کال به د کرېکټ سيالۍ په نويو رنګونو او نوښتونو سره ترسره کړي.
مشعل زیاتوي:
"شپږیزه لیګ به د افغانستان د نوم د راتلونکي او لوبغاړو لپاره يو ښه مثال وي، خدای دې وکړي چې دا شپږیزه کال تر بله لا وغوړېږي، له افغانانو نه مې هیله دا ده چې د بهرنیو لوبغاړو، روزونکو او مبصرینو ډېر درناوی او عزت وکړي."
د یادونې وړ ده چې شپږیزه ليګ په افغانستان کې د کرېکټ تر ټولو سترې سوداګریزې سیالۍ دي چې سږ کال پرې د بېلا بېلو کمپنیو او سوداګرو له خوا سلګونه ميليونه افغانۍ پانګونه شوې ده.
په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره له ۱۰ هېوادونو شاوخوا ۳۰ لوبغاړي، روزونکي او مبصرین کابل ته راغلي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

12023 نظرونه

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.