مسیر ورځپاڼه

مسیر ورځپاڼه

۲۰۱۷ م کال د افغانستان لپاره تر ټولو خونړی وو. د براون په نوم د یوه امریکایي پوهنتون له لوري د افغانستان د جګړې په تړاو په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې د ملکي وګړو، امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو په شمول شل زره کسان وژل شوي چې د افغانستان د اوولس کلنې جګړې په پرتله بې ساري دي. د دې راپور پر بنسټ، له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ م کال پورې هر کال ۳۴۰۰ ملکي وګړي د جګړو او نا امنیو له امله وژل شوي دي. د راپور له مخې تېر کال لس زره افغان سرتیري، لس زره وسله وال طالبان او شاوخوا ۴۵۰۰ ملکي وګړي د جګړو له امله وژل شوي. که څه هم په افغان جګړه کې دملکي وګړو وژل کېدل جدي موضوع ده او افغان حکومت ترڅنګ امریکایی ځواکونو د ملکي وګړو دژوند خوندیتوب ډاډ ورکړی،خو د دې راپور د موندنو پراساس تیر ۲۰۱۷ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په روانه جګړه کې د ملکی وګړو وژل کېدل، بشري جنایت بولي او وایی حکومت او د جګړې ښکېل لوري باید د ملکیانو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي او ددې چارې مخه ونیسي.

 

د کندهار د کرني رییس وایي په دې ورستیو کي د شنو خونو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی او کروندګرو له دې لارې د موسمي سبزیجاتو تر څنګ له غیرموسمي سبزیجاتو هم ښه حاصل ترلاسه کړی دی. هممهاله د شنو خونو مسوولین بیا له دولت شکایت کوي، چې تولیداتو ته یې بازارموندنه نه کوي. د کرني ریس سید حفیظ الله سیدي وایي يادو شنو خونو د بهرنيو توليداتو مخه ډب کړې ده او اوس د کندهار خلک په هرموسم کي هر ډول سبزیجاتو ته لاسرسی لري. کردوندګر پر حکومت غږ کوي، چې توکو ته یې بازارموندنه وکړي او ددې تر څنګ د بهرنیو سبزیجاتو پر وارداتو مالیات وضع کړي، څو په دې توګه خلک د کورنیو تولیدتو مصرف ته مخ کړي.

 

د ناټو سرمنشي وايي، چې طالبان د جګړې په ډګر کې بريا نه شي ترلاسه کولى، که د سولې خبرو اترو ته راشي، ډېرې لاسته راوړنې به ولري. د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرګ د افغانستان وروستيو حالاتو ته په اشارې سره ويلي، چې له پرمختګونو سره سره دلته اوس هم ستونزې شته دي، چې راوتل ترې اسانه کار نه دى. سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې تاوتريخوالى، طالبان، داعش، نورې ترهګرې ډلې او فساد شته، دغه راز په حکومت کې د اصلاحاتو پر وړاندې هم ګڼ شمېر ستونزې او ننګونې شته دي. سټولټنبرګ د افغان ولسمشر سره د اختر په ورځو کې د اوربند جرئتمندانه اقدام ستاينه وکړه او ويې ويل چې لږ تر لږه په ١٧ کلنه جګړه کې د لومړي ځل لپاره اوربند وشو. هغه زياته کړې، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو شتون طالبانو ته دا پيغام ورکول دي، چې هغوى د جګړې په ميدان کې نه شي بریالي کېدلی . سټولټنبرګ وايي، چې ناټو به د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

 

یادې څرګندونې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د روزنې ماموریت مرستیال قومندان جنرال ریچارډ کېپویل له کابل نه واشنګټن کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې ده. هغه ویلي، چې د تېر شوي اختر پر مهال له بريالي اوربند سره په افغانستان کې سولې ته هيله مندي پيدا شوې ده. نوموړي د دغه اوربند پر نوښت د افغان ولسمشر غني د جرئت او هڅو ستاينه وکړه. جنرال کرېپوېل زیاتوي، چې طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو له خلکو سره يو ځاى داختر په ورځو کې خوښۍ ولمانځلې چې دا يو بې سارى اقدام و. د ناټو مرستيال قوماندان د سولې لپاره پر طالبانو د نظامي فشارونو يادونه هم کړې ده، خو دا يې هم په ډاګه کړه چې د دې تر څنګ له ديپلوماتيکو لارو او ټولنيزو فشارونو هم بايد کار واخيستل شي. د هغه په وينا، د ناټو هڅه دا ده چې د افغان ځواکونو وړتياوې زياتې کړې، څو هغوى په دقيقه توګه پر خپلو مخالفينو نظامي فشار زيات کړي، د خپل واک لاندې سيمې زياتې کړي او په پايله کې سياسي ثبات ته لاره هواره شي.

 

د امريکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي سناتور الیوت‌انګل ویلي طالبان یو انکار نه منونکی حقیقت او غورځنګ دی. دده په وینا امریکا ته په کار ده، چې طالبان د یوه حقیقت په توګه ومني او مخامخ د سولې خبرې ورسره پیل کړي. انګل زیاته کړې، چې که امریکا له شمالي کوریا سره خبرې کولی شي، نو ښه ده چې له طالبانو سره هم خبرې وکړي. دده په وینا ټرمپ له طالبانو سره له خبرو انکار کوي خو هغه ته داسې چلند په کار نه دی. دغه امریکايي سناتور ویلي، طالبان په افغانستان کې یو حقیقت دی، جګړه کوي او امریکا باید له دغه ډلې سره د خبرو لپاره تیاری ونیسي. نوموړي د امریکا پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې دې روانه اوږده جګړه له هرې ممکنې لارې چې وي ،پای ته ورسوي او د طالبانو مثبتې غوښتنې بايد ومنل شي.

 

د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې ویلي استراليايي ځواکونه باید محاکمه شي او په افغانستان کې د ترسره کړو جنایتونو له امله باید سزا وویني. په دغه ډله کې د افغانستان د مسایلو په اړه څېړونکې پتریشیا ګاسمن ویلي، استراليايي ځواکونو د خپل ماموریت پر مهال په اروزګان ولایت کې سخت بشري جنایتونه ترسره کړي دي. د نوموړې په وینا دوی ان د ملکي وګړو په وژلو کې له یو بل سره سیالي کړې ده او هغه کسان یې په نښه کړي چې له نږدې هټیو به یې توکي اخیستل. نوموړې په یوه مقاله کې ویلي، چې استراليايي ځواکونو ډېر کله ملکي وګړي او قومي مشران په بې رحمانه توګه وژلي دي. د ګاسمن په خبره دوی په افغانستان کې له خلکو سره داسې چلند کاوه، چې ګواکي هر ډول قضايي مصونیت لري او څوک یې د جنایتونو مخه نه نیسي. هغې د استرالیا پر حکومت غږ کړی، چې په دې برخه کې دې عدالت تامین کړي.

 

د اسیا لودیځ او د افریقا شمالي برخې د نړۍ تر ټولو نا امنې سیمې ښودل شوې دي. نوې څېړنې ښيي، چې د افریقا شمال او اسیا لودیځ د تېر په څېر د نړۍ تر ټولو نا امنې سیمې دي. دا څېړنه په استرالیا کې د اقتصاد او سولې په نامه یوه بنسټ کړې ده. دوی ویلي په دغو سیمو کې وسلې پلورل کېږي، قتلونه کېږي او جګړې روانې وي، نو ځکه د نړۍ تر ټولو نا امنې سیمې ښودل شوې دي. راپور زیاتوي چې په یادو دوو برخو کې ان د تېر کال په پرتله د نا امنیو کچه لوړه شوې ده. په دې راپور کې اروپا بیا هم سوله ییزه سیمه بلل شوې ده، خو له دې سره سره یې سیاسي بې ثباتیو او ځینو ترهګریزو پېښو امتیازات د تېر په پرتله راکم کړي دي.

 

ټرمپ یې د کډوالۍ په اړه د نوي سیاست له امله تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې دی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې په همدې لړ کې د امریکا د کورني امنیت وزیر کریستین نیلسن پر یوه نوې طرحه کار پیل کړی دی او ښايي ولسمشر یې لاسلیک کړي. تر هغه وروسته ښايي ټرمپ په دې اړه صادر شوي فرمانونه بېرته لغوه کړي. ټرمپ د خپلې نوې تګلارې له مخې ویلي وو، چې هېڅ غیر قانوني کډوال امریکا ته د تګ اجازه نه لري او د ټولو پر وړاندې به سخت قانوني چلند کېږي. همدا راز یې پرېکړه کړې وه، چې له ځینو کډوالو به یې اولادونه بېلوي، اولادونو ته به یې پناه ورکوي او مور پلار به یې شړي. خو ټرمپ له دې پرېکړې وروسته په نړیواله کچه تر فشارونو او نیوکو لاندې راغلی دی. ان مېرمن یې میلانیا او لور یې ایوانکا د ټرمپ ددې کار مخالف دي.

 

د افغانستان لوړپوړي امنیتي پلاوي د پاکستان د استخباراتي ادارې له مشر سره کتلي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې دغه پلاوی تېره ورځ پاکستان ته رسېدلی دی او د ای ایس ای له مشر سره یې کتلي دي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور ویلي دا سفر د پاکستان او افغانستان د سولې عمل پلان برخه دی او په همدې اړه په دې لیدنه کې خبرې شوې دي. تېره ورځ، د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر، کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي په ګډون یو پلاوی پاکستان ته تللی دی. ددغه پلاوي د سفر موخه د سولې خبرې او له ترهګرۍ سره مبارزه ښودل شوې ده.

 

هالنډ وايي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي. د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ستیف بلاک پرون له ولسمشر غني سره په خبرو کې د اوربند له اعلان ملاتړ کړی دی او د افغان حکومت دغه اقدام یې ستایلی دی. نوموړي ویلي د هالنډ حکومت له افغانستان خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او له دغه هېواد سره به په بېلو برخو کې ددوی مرستې روانې وي. هغه زیاته کړې، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو د هر کلي تر څنګ ددغه پروسې ملاتړ کوي. ولسمشر غني هم په بېلو برخو کې د هالنډ له مرستو مننه کړې ده او د یاد هېواد د همکاریو ددوام غوښتنه یې کړې ده.