نړۍ

ايراني چارواکي وايي، د اسمان هوايي شرکت د لوېدلې مساپر وړونکې الوتکې ټولې ۶۶ سپرلۍ وژل شوې دي. دغه الوتکه د تهران له هوايي ډ‌ګره د ياسوج ښار پر لور الوتې وه چې منزل ته تر رسېدو وړاندې لوېدلې او ټولې سپرلۍ يې وژل شوې دي.د اسمان هوايي شرکت يوه وياند محمدتقی طباطبایی د ايران دولتي ټلوېزيون ته ويلي، لوېدلې…
د لبنان د دفاع وزير ويلي، اسرائيلي ځواکونه يې له فضايي حريمه په استفادې په سوريه کې هوايي بريدونه کوي.د لبنان د دفاع وزير يعقوب الصراف د مونيخ امنيتي کنفرانس ته د وينا پر مهال نيوکه وکړه چې اسرائيل د ټولو نړيوالو نورمونو په ماتولو سره د لبنان له فضايي حريمه استفاده او په سوريه کې هوايي بريدونه کوي.ده ويلي:…
ترکيې په سورّيه کې د کيمياوي وسلو د کارولو ادعا رد کړې ده.په مسکو کې د ترکيې سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، هغه ټولې ادعاوې بې بنسټه دي چې ګنې ترکي پوځيانو د سوريې په شمالي ښار (عفرين) کې کيمياوي وسلې کارولې دي.د سوريې دولتي ټلوېزيون د شنبې په ورځ په عفرين ښار کې د مېشتو ډاکټرانو…
په هاوايي کې د ارام سمندر لپاره د امريکا د قوماندانۍ مشر او په اسټراليا کې د امريکا راتلونکي سفير اډميرل هري هريس ويلي، بيجېنګ د سوېلي چين پر سمندرګي د ولکې ټينګولو په هڅه کې دی او واشنګټن ته بويه چې له دغه هېواد سره احتمالي جګړې ته چمتو وي.ګارډين ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي، هريس چې په…
د چین ولسمشر، شي جېنګ پېنګ په یوه ناسته کې ددغه هېواد لرې پرتو ولایتونو ته د خپل سفر په اړه له اړوند چارواکو سره خپل د سترګو لیدلی حال شریک کړ. نوموړي وویل، د چین ټولو وګړو ته باید د ژوند یو ډول امکانات برابر شي، تر څو هېڅوک د بې وزلۍ احساس ونه کړي. شي جېنګ پېنګ د…
د هند د دفاع وزارت وايي، پاکستان به د هندي سرتېرو د وژلو له کبله له بدو عواقبو سره مخ کړي. دغه خبرداری تر هغه وروسته دی چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د دغه هېواد پنځه سرتېري ووژل شول.د هند د دفاع وزیرې نیرمالا سیتهارامان ويلي، ترلاسه کړي استخباراتي معلومات يې ښيي چې د هندي سرتېرو وژونکي…
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، اوس د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د تلپاتې سولې وخت را رسېدلی دی.ټرمپ دا خبرې له خپل روسي سیال ولادیمير پوتين سره په يوه ټليفوني اړيکه کې کړې دي. سپينې ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ټرمپ او پوتين په ټليفوني اړيکه کې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ…
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي د امريکا متحدو ايالتونو له داعش سره په جګړه کې له دې پرته چې دې وسله والې ډلې ته مالي او غيرمالي مرستې ورسوي، نوره همکاري نه ده کړې.الجزيرې ټلوېزيون د اردوغان له قوله ويلي چې د امريکا متحد ايالتونه د خپلو خلکو مالياتي پيسې د ترهګرو په تمويل لګوي او له داعش…
د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پېنس وايي، هېواد يې پر دې سربېره چې پر شمالي کوريا فشارونو ته دوام ورکوي چمتو دی چې له پيونګ يانګ سره بې قيد و شرطه مذاکرات هم وکړي.پېنس په جنوبي کوريا کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي، چې پر شمالي کوريا د فشارونو د دوام او ډېرولو په اړه يې د جنوبي…
روسي چارواکي وايي، لږ تر لږه يوې اونۍ وخت ته اړتيا لري چې له مسکوه بهر د لوېدلې الوتکې د مړو د را ايستلو عمليات بشپړ کړي.د يکشنبې په ورځ له مسکو شاوخوا ۸۰ کيلو متره لرې یوه مسافر وړونکې الوتکه ولوېده چې ټولې ۷۱ سپرلۍ يې ووژل شوې.د روسیې د بېړنیو حالاتو وزیر ولادیمیر پوچکوف پرون سهار خبریالانو ته…
په سوريه کې د چين سفير کي کيانجي ويلي، هېواد يې له سوريې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او غواړي چې د دغه هېواد په بيارغونه کې تر ټولو ډېره ونډه واخلي.شينهوا خبري اژانس د کيانجي په حواله ويلي، د سوريې د بيارغونې وخت را رسېدلی او اړتيا ده چې ټول تمرکز پر همدې چاره وشي. ده ويلي، چې…