روسيې ، قرغيزستان ته خپل ټول پورونه ور وبښل

18 سلواغه 1396

روسيې، قرغيزستان ته نږدې ۲۵۰ ميليون ډالره پورونه ور وبښل.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، قرغيزستان ته د خپل هېواد د پورونو د وربښلو سند د دواړو هېوادونو د پارلمانونو له لوري تر تصويبېدو وروسته لاسليک کړ.
قرغيزستان ته د روسيې له لوري وربښل شوي پورونه ۲۴۰ ميليونه ډالره ښودل شوي او اټکل شوی چې د دې پورونو تر بښل کېدو وروسته به د دغه هېواد د پورونو کچه ۶.۵ سلنه راکمه شي.
د يادونې وړ ده چې د قرغيزستان پخواني ولسمشر الماس بېګ اتامبايوف او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې هوکړه کړې وه چې روسيه به قرغيزستان ته خپل ۴۸۹ ميليونه ډالره پورونه په تدريجي ډول ور بښي.
روسيې، د همدې هوکړې پر بنسټ په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې ۱۸۹ ميليونه ډالره پورونه قرغيزستان ته ور وبښل.
ټاکل شوې وه چې روسيه به خپل پاتې پورونه له ۲۰۱۶ بيا تر ۲۰۲۵ زېږديز کال پورې قرغيزستان ته ور وبښي خو د اتامبايوف د غوښتنې پر بنسټ، ولسمشر ولاديمير پوتين هوکړه وکړه چې د روسيې ټول پور په يو وار قرغيزستان ته ور وبښي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.