له بنديزونو د خلاصېدو لپاره د روسي چارواکو هڅې

22 سلواغه 1396

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، د نړۍ ګڼ هېوادونه په دې باور دي چې روسيه د نړۍ د ثبات يوازېنی ضامن هېواد دی.
د روسيې ريانوويسټي خبري اژانس ويلي، لاوروف د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه روسيه د نړيوال ثبات ساتونکې او د هېوادونو پر اړيکو د حاکمو اصولو اصلي ملاتړې بولي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي چې هېواد يې په مختلفو لويو وچو کې له خپلو نړيوالو شريکانو سره د اړيکو د غځولو له لارې په دې بريالی شوی دی چې کورنۍ پراختيا ته لاره هواره کړي او دغه راز د ستونزو د هواري لپاره غوره لارې چارې ومومي.
سرګي لاوروف په ټينګار سره ویلي چې په نړيوال نظام کې به د روسيې پر ملي ګټو د ولاړې تګلارې پلي کولو ته ادامه ورکړي او هېڅ راز فشار به د دې سبب نه شي چې مسکو په دې اړه خپل دريځ بدل کړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې پر مسکو د امريکا بنديزونو د دواړو هېوادونو اړيکې تر وروستۍ کچې پورې خرابې کړې، خو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين بيا ويلي، غربي هېوادونه به اخر پر روسيې د بنديزونو له لګولو ستړي شي.
پوتين د جمعې پر ورځ د هغه هېواد له پانګوالو سره د تړلو دروازو تر شا خبرې کړې چې جزئيات یې رسنيو خپاره کړي دي.
روسي رسنيو د باوري سرچينو له قوله ویلي، چې پوتين د لويديځو هېوادونو د بنديزونو پروا نه لري او ويلي يې دي چې بنديز لګوونکي به ډېر ژر له خپل کار ستړي شي.
د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي اتحادیې او يو شمېر نورو لويديځو هېوادونو پر روسیې د مختلفو دليلونو له کبله، چې له اوکراينه د کريميا ټاپووزمې بېلول هم پکې شامل دي، بنديزونه لګولي دي.
پر روسيې دا تور هم پورې کېږي چې د امريکا په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ډونالډ ټرمپ په ګټه لاسوهنه کړې ده؛ له همدې کبله پر مسکو د امريکا بنديزونه ډېر شوي او لا هم وېره شته چې دغه بنديزونه به نور هم ډېر شي.
د امریکا د خزانې وزارت تازه د هغو ۱۱۴روسي څېرو نوملړ خپور کړی چې ښايي له بنديزونو سره مخ شي.
په دغه نوملړ کې د ۹۶ هغو روسانو نومونه هم شامل دي چې ډېرې پانګې لري او د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د اړيکو په پايله کې يې ميليونونه ډالره پانګې را ټولې کړې دي.
د امریکا د خزانې وزير سټيون منوشن ويلي چې په ۱۱۴ روسي څېرو لا بنديزونه نه دي لګول شوي چې په وينا یې ډېر ژر به دا کار هم وشي.
پوتين بيا د دې ټولو پر خلاف له امريکا او ټولو لويديځو هېوادونو سره د خپلو اړیکو پر ښه کولو ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د لويديځو هېوادونو پر وړاندې به په ورته اقدام لاس پورې نه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.