روسيه: چمتو يو چې امريکا ته هم اېس – ۴۰۰ دفاعي سيسټم ورکړو

23 سلواغه 1396

روسي چارواکي وايي، چمتو دي چې د امريکا د لېوالتيا په صورت کې ان پر دغه هېواد هم د توغنديو اېس – ۴۰۰ دفاعي سيسټم وپلوري.
د روس ټېک دولتي شرکت اجرايوي مدير سرګي چمزوف له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، که د امريکا متحد ايالتونه وغواړي نو روسيه چمتو ده چې له ځمکې هوا ته د توغېدونکو توغنديو اېس – ۴۰۰ دفاعي سيسټم پرې وپلوري.
چمزوف د واشنګټن پوسټ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ناټو پر غړي هېواد ترکيې يې د توغنديو د اېس – ۴۰۰ دفاعي سيسټم له پلورلو ستراتيژيکه موخه څه ده ويلي: «اېس – ۴۰۰ راکټي سيسټم بريديز توغندي نه لري، بلکې يوازې د دفاعي موخو لپاره کارول کېږي. که امريکايان هم غواړي موږ چمتو يو چې دغه سیستم پرې وپلورو. چې داسې ده نو له ترکيې سره د روسيې په معامله کې کوم ستراتيژيک ټکی نشته او نه هم له امنيتي پلوه کومه ستونزه پېښولی شي».
دغه روسي چارواکي ټينګار کړی چې ګڼ هېوادونه د خپل فضايي امنيت د ټينګولو په لټه کې دي او غواړي چې د دې برخې اړين تجهيزات ولري.
اېس – ۴۰۰ د روسيې د هوايي او راکټي دفاع تر ټولو پرمختللی او مجهز سيسټم دی چې کېدای شي د ځمکنيو موخو لپاره هم وکارول شي.
په دغه سيسټم کې شامل دفاعي توغندي ۴۰۰ کيلومتره واټن وهلی شي او دغه راز کولی شي چې تر ۳۰ کيلو مترو پورې هوا ته اوچت شي.
روسيې په وروستيو کې ترکيې ته د دغه سيسټم له ورکړې سره هوکړه کړې چې د ځينو اروپايي هېوادونو په ګډون يې د واشنګټن د چارواکو اندېښنې هم را پارولې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.