قطر او فرانسه خپلمنځي دفاعي همکارۍ پراخوي

23 سلواغه 1396

د قطر د دفاع وزير له خپلې فرانسوي سيالې سره ټليفوني اړيکه نيولې او د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي او نظامي همکاريو د ډېرولو په اړه يې خبرې اترې کړې دي.
د ترکيې انادولو خبري اژانس ويلي، د قطر د دفاع وزير خالد بن محمد العطيه له خپلې فرانسوي سيالې فلورانس پارلي سره د ټليفون له لارې خبرې کړې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پراختيا يې بحث کړی دی.
سرچينې زياته کړې چې د دفاع د وزيرانو د بحث محوري ټکي پوځي او نظامي همکارۍ وې.
دا په داسې حال کې ده چې قطر د تېر مېلادي کال په ډسمبر مياشت کې د ۱.۱ ميليارده يورو په ارزښت له فرانسې د ۱۲ رافال جنګي الوتکو د پېرلو تړون لاسليک کړ.
د دغه تړون تر لاسليک وړاندې د قطر د دفاع وزير خالد بن محمدالعطيه د فرانسې له ځينو نظامي اډو ليدنه کړې وه او له هغو قطري سرتېرو سره يې کتلي وو چې په فرانسه کې په نظامي او استخباراتي برخو کې پر زده کړو بوخت دي.
قطر په داسې حال کې له فرانسې سره د نظامي اړيکو د پراخولو په هڅه کې دی چې له څلورو عربي هېوادونو سعودي، مصر، بحرين او اماراتو سره يې اړيکې خورا ترينګلې دي او د دغو هېوادونو له لوري له سختو بنديزونو سره مخ دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.