په سوريه کې د ايران، ترکيې او اسرائيلو پر خپلسريو د ملګرو ملتون غبرګون

23 سلواغه 1396

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په سوریه کې د شخړو د سمدستي هواري غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتيرش وروسته له هغې په سوریه کې د لانجو سمدستي او بې قید و شرطه هواری غوښتی چې اسرائیلو د سوریې پر خاوره تازه بريدونه پيل کړي دي.
د اسرائيلو په برېدونو کې تر ډېره د ایران له ملاتړه برخمنې ملېشې په نښه کېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتيرش د سوريې په خاوره کې يوازې د اسرائیلو بریدونو ته اشاره نه ده کړې بلکې د سوريې په شمال کې يې د ترکيې نظامي عملياتو ته هم ګوته نيولې ده.
دی وايي، چې د سوریې په کړکېچ کې ښکېلې ټولې غاړې بايد نړيوالو منل شويو اصولو ته درناوی وکړي او دغه کړکېچ ته دې د پای ټکی کېږدي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ښاغلی ګوتيرش په سوریه کې مخ په زیاتېدونکی تاوتریخوالی او هم د دغه هېواد پولو ته د لانجو غځېدل له نږدې څاري.
اسرائيلو تر هغه وروسته د سوريې په خاوره کې بريدونه پيل کړل چې په دغه هېواد کې يې يوه جنګي الوتکه را نسکوره کړای شوه.
د اسرائیلو پوځ ویلي، الوتکه يې په سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو پوځیانو ویشتلې ده.
د اسرائیلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو وړمه ورځ وویل، ایران د سوریې له خاورې پر اسرائیلو د بریدونو نیت لري، خو په وينا يې چې د دې کار اجازه به ورنه کړي.
نتنياهو وویل:
«ایران د اسرائیلو د ورانولو په هدف د سوریې له خاورې کار اخلي او په اسرائیلو برید کوي. اسرائیل د دې وروستي برید په خاطر ایران او کوربه سوریه مسووله بولي او د خپلې خاورې او امنیت د ساتلو لپاره هر څه چې ضروري وي، ترسره کوي یې».
د امریکا متحدو ایالتونو هم له خپل دوديز ملګري اسرائيلو ملاتړ کړی او د بهرنيو چارو وزارت وياندې يې ويلي چې اسرائيل له خپلې خاورې د دفاع حق لري.
هيدر نايرټ ويلي:
«له اسرائیلو د هغوی د خاورې د دفاع د حق په برخه کې کلک ملاتړ کوو».
خو ایران بيا په سوریه کې خپل پوځي حضور او د اسرائیلو د جنګي الوتکې د نسکورلو خبر رد کړی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي چې پر نورو بریدکوونکي هېوادونه بری نه شي موندلی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.