چين د سوريې په بيارغونه کې د ډېرې ونډې اخيستو ټټر ډبولی دی

24 سلواغه 1396

په سوريه کې د چين سفير کي کيانجي ويلي، هېواد يې له سوريې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او غواړي چې د دغه هېواد په بيارغونه کې تر ټولو ډېره ونډه واخلي.
شينهوا خبري اژانس د کيانجي په حواله ويلي، د سوريې د بيارغونې وخت را رسېدلی او اړتيا ده چې ټول تمرکز پر همدې چاره وشي. ده ويلي، چې چين به د سوريې له خلکو او دولت سره په مرستو کې تر ټولو مخکښ وي.
د چين د سفير دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې بيجېنګ اوس هم په سوريه کې د روغتيايي مرستو په رسولو کې د پام وړ ونډه لري.
چين د تېر ۲۰۱۷ زېږديز کال په جنورۍ کې هم د روغتيا له نړيوال سازمان سره په سوريه کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره يو ميليون امريکايي ډالره مرسته کړې وه.
دغه پيسې په سوريه کې کورنيو بېځايه شويو او د جګړې قربانيانو ته د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو ولګول شوې.
په سوريه کې د چين سفير ويلي، هيله لري چې د دوی مرستې په سوريه کې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړوالي سبب شي.
کي کيانجي زياته کړې: «هيله لرو زموږ مرستې د دې سبب شي چې سوري کډوالو ته تر ټولو غوره روغتيايي خدمتونه ورسېږي. دا مرستې ښيي چې د چين او سوريې تر منځ ژوره دوستي پالل کېږي».
چين په داسې حال کې د سوريې د بيارغونې پر چارو د تمرکز غوښتنه کړې چې دغه هېواد له شپږ کلنو کورنيو جګړو وروسته اوس د سيمې او نړۍ د زورورو هېوادونو د جګړو پر ډګر بدل شوی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.