د روسيې د لوېدلې الوتکې د مړو موندل يوه اونۍ وخت نيسي

24 سلواغه 1396

روسي چارواکي وايي، لږ تر لږه يوې اونۍ وخت ته اړتيا لري چې له مسکوه بهر د لوېدلې الوتکې د مړو د را ايستلو عمليات بشپړ کړي.
د يکشنبې په ورځ له مسکو شاوخوا ۸۰ کيلو متره لرې یوه مسافر وړونکې الوتکه ولوېده چې ټولې ۷۱ سپرلۍ يې ووژل شوې.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزیر ولادیمیر پوچکوف پرون سهار خبریالانو ته وویل چې په سیمه کې د مړو د لټون عملیات روان دي او د عملياتو له پيله بيا تر اوسه يې يوازې دوه مړي موندلي دي.
د روسیې د پلټنو کمېټې ویاندې سویټلانا ویلي، يوه کمېټه ګومارل شوې چې د الوتکې د لوېدو په اړه پلټنې وکړي.
نوموړې زیاته کړې:
«د لومړنیو معلوماتو له مخې، دې الوتکې ۶۵ مسافر او ۶ تنه عمله درلوده، تحقیقاتي ډله او جنايي پولیس د پېښې سیمې ته لېږل شوي، یوه تحقیقي ډله هم جوړه شوې ده چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي.
مسکو ته نږدې لوېدلې الوتکه انتونوف - ۱۴۸ نومېږي چې د ساراتوف هوايي شرکت اړوند ده.
دغه الوتکه پرون د مسکو له هوايي ډګره تر پورته کېدو لږ وروسته له راداره ورکه شوې وه چې وروسته يې په ارګونو سیمه کې د لوېدو خبر تاييد شو.
د نړۍ ګڼو مشرانو له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د پېښې په تړاو غمشريکي کړې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.