مايک پېنس: له شمالي کوريا سره بې قيد و شرطه مذاکراتو ته چمتو يو

24 سلواغه 1396

د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پېنس وايي، هېواد يې پر دې سربېره چې پر شمالي کوريا فشارونو ته دوام ورکوي چمتو دی چې له پيونګ يانګ سره بې قيد و شرطه مذاکرات هم وکړي.
پېنس په جنوبي کوريا کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي، چې پر شمالي کوريا د فشارونو د دوام او ډېرولو په اړه يې د جنوبي کوريا له ولسمشر مون جايه يين سره ځينې هوکړې هم کړې دي.
پېنس پر دې په ټينګار سره چې د شمالي کوريا پر وړاندې به په يوه وخت کې له فشار او جوړجاړي ګټه واخلي، ويلي:
«تر هغه چې ائتلاف پر دې باوري نه شي چې شمالي کوريا د اټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره اړين او اغېزناک ګامونه پورته کړي، پر پيونګ يانګ به فشارونه کم نه کړای شي».
د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پېنس د المپيک د ژمنيو سياليو د پرانيستې په مراسمو کې د ګډون په موخه جنوبي کوريا ته سفر کړی و.
له ده سره يو ځای، د شمالي کوريا د رهبر کېم جونګ اون د خور او د پيونګ يانګ د تشريفاتو د مشر په ګډون د دغه هېواد يوه لوړپوړي پلاوي هم جنوبي کوريا ته سفر کړی و.

رسنۍ وايي، سره له دې چې د شمالي کوريا پلاوي د امريکا له مرستيال ولسمشر مايک پېنس سره له مخامخ کېدو ډډه کوله، خو پېنس د جمعې په مازديګر د جنوبي کوريا د ولسمشر له لوري په برابره شوې مېلمستيا کې د شمالي کوريا د رهبر له خور کېم يونګ نام سره مخ شو.
په راپورونو کې ويل شوي چې مايک پېنس له کېم يونګ سره تر مخامخ کېدو پنځه دقيقې وروسته مېلمستيا پرېښوده او ولاړ.
امريکايي پلاوي د دې راپورونو تر خپرېدو وروسته وويل چې مايک پېنس له امريکايي ورزشکارانو سره د کتنې په موخه د جنوبي کوريا د ولسمشر له مېلمستيا وختي ولاړ او دا کار په مېلمستيا کې د شمالي کوريا د پلاوي د ګډون له کبله نه دی شوی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.