اردوغان: د امريکايانو ماليې د ترهګرۍ پر تمويل لګول کېږي

25 سلواغه 1396

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي د امريکا متحدو ايالتونو له داعش سره په جګړه کې له دې پرته چې دې وسله والې ډلې ته مالي او غيرمالي مرستې ورسوي، نوره همکاري نه ده کړې.
الجزيرې ټلوېزيون د اردوغان له قوله ويلي چې د امريکا متحد ايالتونه د خپلو خلکو مالياتي پيسې د ترهګرو په تمويل لګوي او له داعش سره په مبارزه کې يې هم پرته له دې چې دې ډلې ته مالي او غير مالي مرستې ورسوي، نوره همکاري نه ده کړې.
اردوغان ويلي، هېواد به يې د هغو وسله والو پر ضد کلکه مبارزه وکړي چې له تېرو دريو لسيزو راهيسې د ترکيې پر ضد جنګېږي.
د اردوغان دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ترکي ځواکونه د سوريې په شمالي عفرين ښار کې د کردي ملېشو پر ضد پر عملياتو بوخت دي.
له بلې خوا د امريکا دفاع وزارت د ۲۰۱۹ زېږديز کال لپاره ۵۵۰ ميليونه ډالره بودجه د دې لپاره ترلاسه کړې چې د سوريې ډيموکراټيک ځواکونه پرې تجهيز کړي.
د سوريې ډيموکراټيک ځواکونه له ځايي ملېشو چې ډېره برخه يې کردان دي، تشکيل شوي او وړاندې يې د امريکا په رهبرۍ د داعش ضد جګړه کوله.
رسنيو ويلي چې پنټاګون په پام کې لري څو ۳۰۰ ميليونه ډالره د سوريې د ډيموکراټيکو ځواکونو پر تجهيز او روزنه او پاتې ۲۵۰ ميليونه ډالره بيا د سرحدي سيمو د ساتلو لپاره د ډيموکراټيکو ځواکونو پر رامنځته کولو ولګوي.
ترکيه له دې کبله د امريکا د دغه پلان مخالفت کوي چې وايي د امريکا مرستې د کردانو د کارګر ګوند جنګياليو ته رسېږي.
د کردانو ګارګر ګوند په ترکيه کې وسله واله مبارزه کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.