ټرمپ او پوتين د فلسطين او اسرائيلو د لانجې پر هواري خبرې کړې دي

25 سلواغه 1396

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، اوس د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د تلپاتې سولې وخت را رسېدلی دی.
ټرمپ دا خبرې له خپل روسي سیال ولادیمير پوتين سره په يوه ټليفوني اړيکه کې کړې دي.
سپينې ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ټرمپ او پوتين په ټليفوني اړيکه کې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د سولې پر مذاکراتو ټينګار شوی دی.
د سپينې ماڼۍ دغه خبرپاڼه په مسکو کې د پوتين او فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس تر ليدنې مخکې خپره شوې ده.
پوتين له عباس سره په ليدنه کې وويل چې له ټرمپ سره يې د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د شخړې پر هواري خبرې کړې دي.
ده زياته کړه چې هېواد يې تل د فلسطينيانو ملاتړ کړی دی.
د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس له پوتين سره په کتنه کې ويلي چې هېواد يې نور امريکا داسرائيلو او فلسطين په مذاکراتو کې د يوازېني منځګړي په توګه نه مني.
د فلسطين دا دريځ تر هغه وروسته دی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژاند او د بهرنيو چارو وزارت ته يې سپارښتنه وکړه چې د امريکا سفارت له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدوي.
که څه هم د بيت المقدس په مسئله کې نږدې ټوله نړۍ د فلسطين تر څنګ ولاړ ده، خو محمود عباس هڅه کوي چې د روسيې د ملګرتيا په خپلولو سره خپل دريځ لا پياوړی کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.