پاکستان ته د هند خبرداری: د هندي سرتېرو د وژلو بيه به پرې کړی

25 سلواغه 1396

د هند د دفاع وزارت وايي، پاکستان به د هندي سرتېرو د وژلو له کبله له بدو عواقبو سره مخ کړي.
دغه خبرداری تر هغه وروسته دی چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د دغه هېواد پنځه سرتېري ووژل شول.
د هند د دفاع وزیرې نیرمالا سیتهارامان ويلي، ترلاسه کړي استخباراتي معلومات يې ښيي چې د هندي سرتېرو وژونکي ترهګر د کشمير له پاکستاني غاړې کنټرولېدل.
نوموړې ټينګار کړی چې ډېر ژر به په دې اړه اسناد او شواهد هم له پاکستان سره شريک کړي:
«پاکستان ته د اسنادو سپارل باید یوه دوامداره پروسه وي، ځکه هر ځل باید د تېر په څېر په پېښو کې د دغه هېواد ښکېلتیا ټولو ته ثابته شي او شواهد تل استدلالونه پیاوړي کوي».
دا خبرداری په داسې حال کې دی چې د شنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر په جمو ښار کې د هندي پوځ پر یوه مرکز د برید پر مهال پنځه هندي سرتېري او یو ملکي وګړی ووژل شول.
رسنيو ويلي، چې په پېښه کې څلور بريدګر هم وژل شوي دي.
بريدګرو د هندي پوليسو پر مرکز په بريدونو کې له لاسي بمونو او چاودېدونکو توکو کار اخيستی دی.
د هند دفاع وزیرې وړمه ورځ ماښام جمو ته د سفر پر مهال ویلي چې پاکستان به د دې پېښې بیه پرې کوي، خو دا چې څنګه؟ جزئيات يې نه دي ورکړي.
نوموړې جمو ته د سفر په ترڅ کې له هغو سرتېرو سره هم ولیدل چې د شنبې ورځې په برید کې ټپيان شوي دي.
اسلام‌ اباد تر اوسه د هند د دفاع وزارت د تازه خبرداري په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې یې په کشمیر کې د یاغیانو د ملاتړ تورونه‌ رد کړي دي او هند یې د دواړو هېوادونو په سرحد کې په پاروونکو اقداماتو تورن کړی دی.
هند او پاکستان چې په اټومي وسلو سمبال هېوادونه دي، تر دې مهاله دوه ځله په کشمير کې سختې جګړې کړې دي چې دواړو لورو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
سره له دې چې دواړو هېوادونو په ۲۰۰۳ مېلادي کال کې د اوربند تړون لاسليک کړی، بيا هم وخت ناوخته په سرحدي سيمو کې د دواړو لورو تر منځ وسله والې نښتې کېږي چې پړه يې هم يو پر بل ور اچول کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.