روسيې په کريميا کې يو ميليون روسان مېشت کړي دي

08 غبرګولی 1397

اوکرايني چارواکي وايي، روسيې په کريميا کې تر يو میليون ډېر روسان مېشت کړي دي.
د کريميا د تاتاريانو مشر او د کريميا د تاتاريانو د چارو لپاره د ولسمشر پېټرو پروشينکو سلاکار مصطفى جميلوف ويلي: «روسيه درګرده د روسيې له بېلابېلو برخو کريميا ته ډلې ډلې خلک لېږدوي».
جميلوف د اوکراين خبري اژانس ته ويلي، دا خبره د يوه پوځي راز په توګه پټه ساتل شوې، ځکه روسان ښه پوهېږي چې دا يو جرم دى.
ده اټکل کړی چې دې لانجمنې سيمې ته د راوستل شویو روسانو شمېر له اته نيم لکو څخه تر يو میليون تنو پورې رسېږي.
مصطفى جميلوف چې د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د روسيې له منتقدانو و او د ډېر وخت لپاره د کريميا د تاتاريانو فعال پاتې شوى، نه دي ويلي چې دا ادعا يې د کومو اسنادو او معلوماتو پر بنسټ کړې ده.
په کريميا کې تر ٢٠١٤ میلادي کال پورې دوو ميليونو خلکو ژوند کاوه چې روسيې له خپلې خاورې سره ونښلوله.
د تاتاريانو دغه فعال وايي، روسيه هڅه کوي چې په دې توګه په کريميا کې د مېشتو قومونو انډول بدل کړي.
د کريميا سيمې د الحاق او د اوکراين په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له کبله ګڼو لويديځو هېوادونو پر روسيې بنديزونه لګولي چې له کبله يې د واشنګټن او مسکو اړيکې په جدي توګه زيانمنې شوې دي.
د دې مسئلې پر سر د مسکو او واشنګټن مخالفت تر دې کچې رسېدلی چې دواړو لورو له خپلو خاورو د يو بل ځينې ډيپلوماټان هم شړلي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.