ملګري ملتونه: سعودي دې د توقيف کړو ښځينه فعالانو د ساتلو ځای څرګند کړي

08 غبرګولی 1397

ملگرو ملتونو له سعودي عربستان غوښتي چې د بشري حقونو د بندي شویو ښځینه فعالانو په اړه دې معلومات ورکړي.
په جنيوا کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وایي د سعودي عربستان حکومت باید دا تضمین کړي چې په توقیف کې د بشري حقونو د ښځینه فعالینو دوسیې سمې څېړل کېږي.
سعودي عربستان د بشري حقونو لس هغه مشهور فعالان چې له کلونو راهیسې په سعودي کې د راتلونکو اصلاحاتو لپاره کمپاين کوي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې نيولي دي. په دوی کې ډېری هغه ښځينه فعالانې دي.
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون ویاندې لیز تروسیل په جنيوا کې یوې خبري ناستې ته ويلي چې په سعودي کې د شپږو ښځو او دریو نارینو د بندي کېدو خبر ور رسېدلی. دې ويلي، اندېښنه لري چې نيول شويو کسانو ته به درنې سزاوې ورکړل شي.
د مېرمن تروسیل په وینا د نيول شويو کسانو د ساتل کېدو ځای معلوم نه دی او له نيول کېدو راهيسې بيا تر اوسه يوازې يو ځل اجازه ورکړل شوې چې له خپلو کورنيو سره ټليفوني اړيکې ټينګې کړي.
ملگرو ملتونو دغه راز ویلي چې سعودي مقامات باید د شهزاده نایف طلال رشید په اړه هم معلومات ورکړي چې د مې میاشتې په ١٢ مه له کویټ نه سعودي ته لېږل شوی او بيا يې درک نه دی معلوم شوی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.