د قطر مخالف عربي هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د رسنيو ګډه ستراتېژي جوړوي

08 غبرګولی 1397

د قطر مخالفو څلورو عربي هېوادونو سلا کړې چې د رسنيو په برخه کې له ترهګرۍ او سختدريځۍ سره د مبارزې لپاره يوه ګډه ستراتېژي رامنځته کړي.
د سعودي عربستان، عربي متحدو اماراتو او بحرين د اطلاعاتو وزيرانو او د مصر د رسنيو د تنظيموونکې ادارې مشر هوکړه کړې چې په سیمه او نړۍ کې د سختدریځۍ او په وينا یې د اسلام له دینه د ناسم برداشت د مخنیوي لپاره به ځانګړې ګډه ستراتېژي جوړوي.
ياد چارواکي په اماراتو کې سره جرګه شوي وو او ټينګار يې کړی چې د دودیزو رسنیو تر څنګ باید په ماډرنو رسنیو لکه ټولنيزو شبکو کې هم کار وشي چې ترهګرې ډلې د ځوانانو فکر خپل لوري ته وا نه ړوي.
د سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، بحرین او مصر د رسنیو چارواکو دې غونډې ته د رسنیو د برخې کارپوهان او د نظر خاوندان هم ورغوښتل شوي وو څو د نوې ګډې ستراتېژۍ په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.
يادو څلورو عربي هېوادونو یو کال وړاندې له قطر سره، چې دوی یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي، ډيپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او د سعودي له خاورې له قطر سره د وچې یوازېنۍ لاره وتړل شوه.
دغو هېوادونو په دې شرط له قطر سره د اړیکو د عادي کولو خبره کړې وه چې الجزیره ټلوېزوني چینل وتړي او له ایران سره اړیکي ټیټې کچې ته راولې.
د اړیکو د عادي کولو لپاره، پر دې سربېره څو نور شرطونه هم اېښودل شوي دي.
د يادو څلورو عربي هېوادونو چارواکي ادعا کوي چې د الجزیره ټلوېزیون په څېر رسنۍ په سیمه او نړۍ کې سختدریځۍ ته لمن وهي.
قطري چارواکي بيا د اړيکو د عادي کولو لپاره د څلورو عربي هېوادونو شرطونه د قطر په کورنيو چارو کې لاسوهنه بولي او له منلو يې انکار کوي.
په ورته مهال د سعودي عربستان د وليعهد په توګه د محمد بن سلمان له ټاکل کېدو سره سم په سعودي کې د «ژورو اصلاحاتو» يوه لړۍ پيل شوې چې په لړ کې يې ځينې هغه محدوديتونه چې پخوا پر ځينو مسايلو له اسلام سره د ټکر له کبله لګول شوي وو، لرې کړای شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.