د حماس پر خلاف امنيت شورا ته د امريکا د وړانديزي پرېکړه ليک هېڅ هرکلی ونه شو

13 غبرګولی 1397

د امريکا متحدو ايالتونو د ملگرو ملتونو امنيت شورا هغه پرېکړه ليک ويټو کړ چې د فلسطيني ولسي وگړو د خونديتابه لپاره يې د تدبيرونو غوښتنه کوله.
د دغه پرېکړه ليک پر مسودې له تېرو دوو اونيو راهيسې پراخ بحثونه وشول، چې بالاخره د امريکا له لوري ويټو شو.
د وړانديزي پرېکړه ليک په وروستۍ بڼه کې د ملگرو ملتونو له عمومي منشي غوښتنه شوې وه چې په دوو مياشتو کې يو داسې وړانديز را مخکې کړي چې د فلسطين د ملکي وگړو امنيت ډاډمن کړي.
د پرېکړه ليک په مسوده کې د اسرائيلو له لوري د ناانډوله زور کارولو هر اقدام او له غزې پر اسرائيلي ملکي وگړو توغنديز بريدونه غندل شوي وو خو د حماس نوم پکې نه و ياد شوى.
د حماس د نامه نه يادېدل په ملگرو ملتونو کې د امريکا د سفيرې نېکي هېلي د مخالفت يو اصلي دليل و او پر بنسټ يې د کويټ له لوري وړانديز شوې مسوده يو اړخيزه وبلله.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د امريکا له لوري يوه بله مسوده هم وړاندې شوې وه چې له امريکا پرته هېچا مثبته رايه ور نه کړه. په دې مسوده کې پر حماس توندې نيوکې شوې وې.
برېټانيا بيا دواړو مسودو ته له رايې ورکولو ډډه وکړه. په ملگرو ملتونو کې د برېټانيا سفيرې کرن پېرس وويل، په دواړو مسودو کې داسې مسايل ځاى پر ځای شوي وو چې يا ناانډوله وو او يا ډېر ناڅرگند او گونگ.
لومړۍ مسودې، چې د کويټ له لوري وړاندې شوې وه لس مثبتې رايې، څلور ممتنع رايې او يوه منفي رايه ترلاسه کړه چې د امريکا له لوري ورکړل شوه.
له تېرې مارچ مياشتې راهيسې په غزه کې د اسرائيلي پوځيانو له لوري تر ۱۰۰ ډېر فلسطيني لاريونوال وژل شوي دي.
دغه لاريونونه له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د امريکا د سفارت د لېږد پر پرېکړې د اعتراض په توګه پيل شوي چې د اسرائيلي پوځ له لوري سخت ټکول شوي دي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.