د فليپين ولسمشر دا ځل د ملګرو ملتونو سازمان کارکوونکی ښکنځلی دی

14 غبرګولی 1397

د فليپين ولسمشر رودريګو دوتيرتي ويلي، د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو کارپوهان يې د هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. ده د بشري حقونو ځينو کارپوهانو ته ښکنځلې هم کړې او خبرداری يې ورکړی چې د فليپين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې دې ډډه وکړي.
د دوتيرتي دا څرګندونې تر هغه وروسته دي چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو کارپوهانو د دغه هېواد د قاضي القضاتې پر ګوښه کېدو اعتراض وکړ.
څو ورځې وړاندې د فليپين د سترې محکمې شورا د دغه هېواد د قاضي القضاتې د ګوښه کولو پرېکړه وکړه. د دې پرېکړې په غبرګون کې د بشري حقونو يو کارپوه د فليپين د عدلي او قضايي سيسټم پر خپلواکۍ نيوکې کړې وې.
د فليپين قاضي القضاتې ماريا لورډېس سرينو وخت ناوخته د خپل ولسمشر رودريګو دوتيرتي د طرحو مخالفت کاوه چې له همدې کبله د دوتيرتي له لوري ورته د دښمن خطاب وشو او له دندې لرې کړای شو.
د قاضيانو او مدافع وکيلانو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان څارونکي دييګو ګارسيا ساين ويلي وو چې د مېرمن سرينو ګوښه کېدو د فليپين د قضايي نظام نور کارکوونکي هم زړه ماتي کړي دي.
د نوموړي تر دې څرګندونو وروسته رودريګو دوتيرتي، چې په پوچ خولي ولسمشر مشهور دی، په يوه خبري کنفرانس کې را ښکاره شو او ملګرو ملتونو سازمان ته يې خبرداری ورکړ چې د دوی د هېواد په کورنيو چارو کې له لاسوهنې دې ډډه وکړي.
ده وويل: «هر بد چې کوی، ويې کړئ خو زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه مه کوئ».

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.