سعودي پر قطر د پوځي برید ګواښ کړی دی

14 غبرګولی 1397

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پر قطر د پوځي بريد ګواښ کړی او ويلي يې دي چې که دوحه له روسيې اېس – ۴۰۰ دفاعي سيسټم وپېري، دوی به يې په هر صورت د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.
د فرانسې لې مانډې ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د سعودي عربستان وليعد شهزاده محمد د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ته د یو لیک په استولو سره د روسیې او قطر تر منځ د الوتکو ضد سيسټم د پېرلو پر احتمالي معاملې اندېښنه څرګنده کړې ده.
محمد بن سلمان په خپل لیک کې ویلي، سعودي چمتو دی چې د دغه سیسټم د له منځه وړلو لپاره د پوځي برید په ګډون ټول ممکن ګامونه پورته کړي.
نوموړي له ولسمشر مکرون غوښتي څو پر قطر فشار راوړي چې له روسیې د اېس – ۴۰۰ سيسټم پېرلو ته زړه ښه نه کړي.
رياض او پاريس تر دې مهاله په دې اړه رسماً څه نه دي ويلي، خو روسیې او قطر تېر کال د پوځي همکاریو یوه هوکړه لاسلیک کړې وه او په مسکو کې د قطر سفیر څه موده وړاندې د مسکو او دوحې تر منځ د اېس – ۴۰۰ دفاعي سيسټم د پېرلو په اړه د خبرو د پيل خبر ورکړی و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.