جيمز مټېس: پر شمالي کوريا به بنديزونه هغه وخت لرې شي چې اټومي وسلې يې له منځه يوسي

14 غبرګولی 1397

د امریکا دفاع وزیر وايي چې د شمالي کوریا په اړه د ملګرو ملتونو ټول پرېکړه ‎لیکونه به د اوس لپاره عملي کېږي او پر دغه هېواد بندیزونه به یوازې هغه مهال لغوه شي چې د اټومي بې وسلې کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
مټېس چې پرون يې په سنګاپور کې د اسیا د امنیتي سرمشرېزې په څنډه کې د جاپان او جنوبي کوریا له دفاع وزیرانو سره په کتنه کې خبرې کولې وویل چې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو سرمشریزې ته ورغلې لاره به کږلېچنه وي.
نوموړي زیاته کړه: «شمالي کوریا ته به یوازې هغه وخت امتیاز ورکړل شي چې د اټومي بې وسلې کېدو په برخه کې نه ستنېدونکي او مؤثق ګامونه پورته کړي».
د جاپان د دفاع وزیر یوتونیور اونودرا، که څه هم له مټېس سره په کتنه کې وویل چې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام بحران باید له ډیپلوماټيکو چينلونو حل شي، خو هغه ټینګار وکړ چې دې هدف ته د رسېدو لپاره په دفاعي برخه کې د امریکا او په اسیا کې د امریکا د متحدانو تر منځ همکاري خورا زیاته مهمه ده.
په جاپان کې ځینې خلک اندېښنه لري چې امریکا د شمالي کوریا له اټومي بريده د ځان ساتنې په خاطر ښايي له شمالي کوریا سره معامله وکړي او په ‎دې توګه به جاپان د ګواښونو پر وړاندې بې دفاع پاتې شي.
شمالي کوریا له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې شپږ اټومي ازموینې کړې، خو سږ کال یې اعلان وکړ چې نه غواړي خپلو ازموینو ته دوام ورکړي.
په تېره مې میاشت کې شمالي کوریا یو شمېر بهرنیو ژورنالېستانو ته بلنه ورکړه چې د هغوی د اټومي تأسیساتو وېجاړېدل له نږدې وګوري، خو له دې سره-سره داسې ښکاري چې د شمالي کوریا مشران اوس هم اټومي وسلې د خپلې بقا لپاره مهمې بولي او د یو اړخېزې بې وسلې کېدو وړاندیز یې رد کړی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.