د امريکا او شمالي کوريا د مشرانو ناستې ته ټول چمتووالي بشپړ شوي دي

21 غبرګولی 1397

 د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د تاریخي کتنې لپاره سینګاپور ته رسېدلی دی.

د سینګاپور د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون پرون دغه هېواد ته رسېدلی دی.
د سنګاپور د بهرنيو چارو وزير ویویان بالکریشنان په یوه ټویټري پیغام کې سینګاپور ته د کېم د رسېدو د هرکلي تر څنګ یو تصویر هم خپور کړی چې دواړو یو بل ته سره لاسونه ورکړي دي.
تر پرون ماخستن پورې د رسنيو په راپورونو کې داسې ويل کېدل چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د کاناډا له کيوبیک ښار څخه د اوو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې له ګډون وروسته د سینګاپور پر لور روان شوی دی.
ټاکل شوې چې ټرمپ سنګاپور ته تر رسېدو وروسته، د دغه هېواد له لومړي وزير سره وګوري.
د ټرمپ او کېم غونډه د سې شنبې په ورځ پلان شوې چې په لړ کې به يې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په تړاو بحث وشي.
ټرمپ وار له مخې ويلي چې دغه غونډه د شمالي کوریا لپاره یو چانس دی.
ټرمپ ویلي وو، په یوه دقیقه کې به پر دې پوه شي چې ایا کېم د خپلو اټومي وسلو په له منځه وړلو کې جدي دی او که نه؟ هغه زیاته کړې چې د امریکا او شمالي کوریا چارواکو په سینګاپور کې د ده او کېم ناستې ته د تیاري لپاره ډېر ګډ کار کړی دی.
سینګاپور ته په سفر کې له ټرمپ سره د پلاوي په ترکیب کې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د ملي امنیت سلاکار جان بولټن، د سپینې ماڼۍ د ادارې رييس جان کلي او د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسووله سارا سندرز شامل دي.
د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ناستې ته سینګاپور ځکه غوره شوی چې دغه هېواد د نړیوالو مهمو غونډو د امنیت په ټینګښت کې ډېر مشهور دی او له بله پلوه، سينګاپور د هغو ۴۸ هېوادونو له ډلې يو دی چې شمالي کوريا پکې سياسي استازولي لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.