د زرو په شاوخوا کې کډوال د مديترانې په اوبو کې له ډوبېدو ژغورل شوي دي

22 غبرګولی 1397

د مدیترانې په سمندر کې ۶۲۹ کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې وو له ډوبېدو ژغورل شوي دي. د راپورونو له مخې، د دغو کډوالو بېړۍ، چې د اروپا په لور روانې وې، د مدیترانې په سمندر کې د ډوبېدو له ګواښ سره مخ وې چې د بې پولې ډاکټرانو د ژغورونکو بېړیو ( اکواریوس) له لوري ژغورل شوې دي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، د دوی ژغورونکې ډلې د مدیترانې په سمندر کې ۶۲۹ کډوال چې اروپا ته په لاره کې د ډوبېدو له ګواښ سره مخ وو ژغورلي دي. دغه سازمان همدا راز ویلي چې د دوی ژغورونکې ډلې د یوې بلې بېړۍ ۴۰ سپرلۍ چې په اوبو کې ډوبې وې، هم ژغورلې دي.
د بې پولې ډاکترانو سازمان ویلي چې ژغورل شوي کډوال یې امن سیمو ته لېږلي. دوی ويلي چې د ژغول شوي کډوالو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی، خو په دې اړه يې معلومات نه دي وړاندې کړي چې ژغورل شوي کډوال د کومو هېوادونو اتباع دي.
د یو بل خبر له مخې، د مراکش سمندري ځواکونو هم ویلي چې د اقیانوس او مدیترانې په اوبو کې يې ۴۷۲ کډوال، چې اروپا ته روان وو، ژغورلي دي. په ژغورل شويو کې ۲۸ ښځې او ۳۰ ماشومان هم شامل دي.
د یادونې وړ ده چې په منځني ختیځ کې د روانو ناامنيو له کبله، له دغو هېوادونو اروپا ته د غير قانوني کډوالو د تګ لړۍ چټکه شوې چې وخت ناوخته يې دغه کډوالۍ ان د ژوند په بيه تمامېږي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.