داعش د سوريې په ادليب کې خپل حضور اعلان کړ

22 غبرګولی 1397

د سوريې په ادليب ښار کې پرون پنځه جسدونه پيدا شوي چې ښکاري د داعشيانو په مېتود اعدام شوي دي.
رسنۍ وايي، د موندل شويو جسدونو په ځان کې نارنجي جامې وې او سرونه ترې پرې شوي دي. پر دې سربېره، له جسدونو سره ځينې انځورونه هم موندل شوي چې د داعش د ادليب ولايت نښه پرې لګول شوې ده.
د اعدام شويو کسانو له جسدونو سره نږدې ځينې پاڼې هم موندل شوې چې پکې ليکل شوي: «د دغو کسانو اعدام په سلقين سيمه کې د اسلامي دولت پر سنګرونو د بريدونو غچ دی».
تر دې وړاندې په ادليب کې د داعش د حضور او فعاليتونو په تړاو خبر نه و خپور شوی.
د تحريرالشام وسله والې ډلې وياند عمادالدين مجاهد تازه خبرداری ورکړی چې داعش وسله والې ډلې د روژې مياشتې له پيل سره سم هڅې پيل کړې چې د ادليب ولايت په ځينو سرحدي سيمو کې نفوذ وکړي.
ادليب د اسد د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې ښار چې دی هره ورځ ترې د نااراميو خبرونه ورکول کېږي.
په دغه ولايت کې هره ورځ لسګونه کسان په مختلفو ډولونو ترور، وژل او يا هم برمته کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.