د ټرمپ انکار او د اروپايي مشرانو دريځ: اروپايي اتحاديه د امريکا پر وړاندې ځوابي اقداماتو ته تياری نيسي

22 غبرګولی 1397

وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نړۍ د لویو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې د اعلامیې په اړه خپل نظر بدل کړ، د اروپايي مشرانو له سختو نيوکو سره مخ شوی دی.
ټرمپ په لومړيو کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو اعلاميه تایید کړې وه، خو وروسته يې پر اعلاميې له لاسليکه ډده وکړه چې دې چارې د اروپايي مشرانو غوسه را وپاروله.
ټرمپ د شنبې په ورځ ناوخته پر ټوېټر په یوه پیغام کې ليکلي وو چې د کاناډا د لومړي وزير جسټېن تروډو تر ناسمو څرګندونو وروسته يې خپل استازي ته لارښوونه کړې چې د سرمشريزې اعلاميه لاسليک نه کړي.
د کاناډا لومړي وزير د سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته په یوه خبري غونډه کې ويلي وو چې هېواد به يې د امريکا له لوري د تعرفو د لوړولو پر وړاندې ځوابي اقدام وکړي.
ټروډو ويلي وو: «موږ به خپل ځوابي اقدامات د جولای په لومړۍ نېټه پیل کړو او د امریکا پر وارداتو به داسې تعرفې ولګوو، لکه دوی چې پر موږ په غیر عادلانه ډول وضع کړې دي».
د ټرمپ او ټروډو ناندريو دوام درلود، تر دې چې د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل هم پر ټرمپ نيوکه وکړه او د سترو صنعتي هېوادونو د سرمشريزې د نه لاسليکولو په تړاو يې د هغه پرېکړه خواشينوونکې وبلله.
مېرکل وویل، د سرمشريزې د اعلاميې نه لاسليکول د اعلاميې د بې اعتباره کېدو په معنا نه دي او اروپايي هېوادونه د امريکا پر وړاندې ځوابي اقداماتو ته د چمتووالي په حال کې دي.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه چارواکي هم ويلي، فرانسه او اروپايي ټولنه د سترو صنعتي هېوادونو د سرمشريزې د اعلامیې ملاتړ کوي او هغوی چې له دې اعلامیې وځي، ښيي چې له دې ټولنې سره لېوالتیا نه‌ لري.
د امريکا متحد ایالاتونه، کاناډا، برېټانیا، جرمني، فرانسه، ایټالیا او جاپان د سترو صنعتي هېوادونو يا «G7» ډلې غړي دي.
روسیې هم پخوا د دې ډلې غړیتوب درلود، خو له اوکراینه د کریمیا ټاپو تر نيولو وروسته يې دغه غړيتوب سلب شو.
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ له دې ډلې سره د روسيې د بيا يو ځای کولو غوښتنه هم وکړه، خو د سرمشریزې په پرېکړه ‌لیک کې په دې اړه چې ایا روسيې ته به بيا غړيتوب ورکړل شي او که نه؟ څه نه دي ویل شوي.
په پرېکړه ليک ويل شوي چې د نړيوالو کړکېچونو په تړاو به له روسيې سره تماسونه روان وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.