د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: هڅه کوو چې د ايران د تېلو صادرات صفر کړو

13 چنګاښ 1397

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، پر ايران د امريکا د نويو بنديزونو يوه برخه به د اګسټ پر څلورمه او بله برخه به يې بيا د نومبر پر شپږمه پيل شي. دوی زياتوي، هڅه به وکړي چې د ايران د تېلو صادرات صفر کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پاليسيو مدير برايان هوک تازه په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، پر ايران نوي بنديزونه د دغه هېواد د خلکو د هيلو د پوره کېدو لپاره لګوي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې وويل، له ايران سره د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو اټومي تړون په نړۍ کې د سولې سبب نه دی شوی او ايران هم د بالسټيکي توغنديو ازمويښتونو ته دوام ورکوي. نوموړي له همدې کبله اعلان وکړ چې امريکا د تهران له اټومي تړونه وځي او واشنګټن به پر ايران اقتصادي بنديزونه بيا پيل کړي.
برايان هوک ويلي، پر ايران د امريکا د نويو بنديزونو لومړۍ مرحله به د اکسټ پر څلورمه پيل شي چې د ايران د موټر جوړولو صنعت او د سرو زرو سوداګري به په نښه کړي.
د هوک په خبره، د نومبر په شپږمه به بيا پر ايران د امريکا د بنديزونو دويمه مرحله پيل شي چې ټاکل شوې د ايران د انرژۍ او بانکوالۍ سکټورونه پکې په نښه شي.
امريکا په داسې حال کې پر ايران د نويو بنديزونو د لګولو کره نېټه اعلانوي چې د ايران د پيسو ارزښت وار له مخې په بې ساري توګه را لوېدلی، په ايراني بازارونو کې د توکو بيې لوړې شوې او دغه راز خلک د تهران پر خلاف سړکونو ته راوتي دي.
برايان هوک په ايران کې روان وضعيت ته په اشارې سره ويلي، په داسې حال کې چې د ايران خلک د څښاک لپاره اوبه او د خوراک لپاره ډوډۍ نه لري؛ اخوندي رژيم د بهرنيو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې لپاره ميليونونه ډالره لګوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پاليسۍ مدير برايان هوک زياته کړې، واشنګټن د ماليې او بهرنيو چارو وزارتونو يوه ګډه کارډله جوړه کړې چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته به سفرونه کوي او لوی خصوصي شرکتونه به له ايران سره د سوداګريزو معاملو پر احتمالي خطرونو خبروي.
د هوک په خبره چې دې کارډلې تر اوسه د اروپا او ختيځي اسيا ۱۳ هېوادونو ته سفرونه کړي او ډېر ژر به د فارس خليج حوزې هېوادونو ته هم سفر وکړي.
ده وويل، په پوره وس سره هڅه کوي چې د نړۍ هېوادونه له ايرانه د تېلو نه اخيستو ته قانع کړي او په دې توګه د دغه هېواد د تېلو صادرات صفر کړي.
په راپورونو کې ويل شوي چې د امريکا د هڅو له پيله بيا تر دې مهاله د نړۍ ۵۰ لويو شرکتونو منلې چې له ايران سره خپلو معاملو ته د پای ټکی کېږدي.
امريکايي چارواکي وايي، پر ايران نوي لګول کېدونکي بنديزونه به تر هغه دوام وکړي چې تهران اټومي پروګرام کنټرول او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې لاس اخيستی نه وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.