په ایران کې د اسلامي دولت ډلې اته غړي اعدام شول

17 چنګاښ 1397

ایراني چارواکي وايي اته کسان چې په تهران کې یې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په بریدونو کې "مستقیمه همکاري" درلوده اعدام کړي دي.
وسله والو کسانو د ۲۰۱۷ کال د جون د میاشتې په اومه په تهران کې د هغه هېواد د پارلمان پر ودانۍ او د خمیني پر مزار دوه جلا جلا بریدونه وکړل چې ١٨ کسان په کې ووژل شول او پنځوس تنه نور ټپیان شول.
د تهران برید په ایران کې چې شیعه ګان پکې اکثریت دي، د سني مذهبو سخت دریځو لومړنۍ حمله گڼل کېږي. د ایران حکومت په پراخه توگه د عراق او سوریې په جگړو کې د داعش سخت دریځو پر وړاندې په مقابله بوخت دی.
د ایران دولتي رسنیو د اعدام د جریان انځورونه خپاره کړي دي، خو د اعدامولو د ځای په هکله یې څه ندي ویلي. په ایران کې په اعدام محکوم کسان، معمولاً په دار ځړول کيږي.
ایران یو له هغه هېوادونو څخه دی چې په نړیواله کچه په کې ډېر اعدامونه کېږي، خو په دې هېواد کې ډله ییز اعدامونه ډېر کم کېږي. له دې دمخه وروستی ځل چې د ایران حکومت ډله ییز اعدامونه کړي وو د ٢٠١٧ کال د اگست میاشت وه چې اوه تنه یې په مشهد کې د "جنسي تیري" په جرم یو ځای اعدام کړل.
د ایران خبري اژانسونو د هغو کسانو نومونه هم خپاره کړي چې د شنبې په ورځ اعدام شوي چې په کې سلیمان مظفري، اسماعیل صوفي، رحمان بهروز، سید ماجد مرتضایي، سیروس عزیزي، ایوب اسماعیلي، خسرو رمضاني، میر احمدي او عثمان بهروز شامل دي.
له بلې خوا د تهران په بریدونو کې د لاس لرلو په تړاو د لسگونو کسانو محاکمه اوس روانه ده.
د تهران د حملو په غبرگون کې تېر کال هماغه وخت د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د سوریې په ختیځو سیمو باندې شپږ میزائیل وتوغول چې د ایراني چارواکو په وینا د داعش جنگیالي یې په نښه کړي وو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.