نواز شریف د محکمې له پرېکړه سره سره پاکستان ته ستنېږي

17 چنګاښ 1397

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر، نواز شريف وايي د محکمې د حکم پروا نه کوي او وطن ته ستنیږي.
په پاکستان کې محکمې په اداري فساد کې د لاس درلودلو او په برېټانیې کې د خپلې پانګې د پټولو په جرم د دغه هېواد لومړی وزیر نواز شریف په لس کاله بند محکوم کړی دی. په همدې تړاو د نواز شریف لور مریم شریف په اوو کلونو او د هغې خاوند په یوه کال بند محکوم شوي دي.
نواز شريف په لندن کې خبري غونډې ته ویلي چې د ځان د سپیناوي لپاره له قانوني لارو هڅه کوي. شریف ویلي:
«زما د مېرمنې روغتیايي حالت ډېر نازک دی، څنګه چې په هوش شي، له هغې سره به سلام او دعا وکړم او خپل ته وطن ته به ستون شم، په څومره سرعت چې دې محکمې عمل وکړ، کاشکي، په همدې سرعت د ملک د قانون ماتوونکي دیکتاتور پرضد هم محکمه چلېدلې وای."
پاکستاني حقوقپوهان وايي چې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د غړو په برخه کې د اسلام اباد د محکمې پرېکړه سمه نه ده او قانوني نیمګړتیاوي لري. دوی ټینګار کوي چې په پاکستان کې لا هم عدالت د پوځ له خوښې سره سم کار کوي او پکار ده چې دا حالت بدل شي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.