چین: د ټرمپ کارونه به د تاریخ تر ټولو ستره سوداګریزه جګړه پیل کړي

17 چنګاښ 1397

چینايي چارواکو د امریکا متحدو ایالتونو پر لوړو ګمرکي تعرفو نیوکې کړې دي او ګواښ یې کړی چې دا به «په تاریخ کې تر ټولو لويه سوداګریزه جګړه» پیل کړي.
د چین حکومت ویلي، اړ دي د امریکا د متحدو ایالتونو د لوړو ګمرکي تعرفو پر ضد په ورته اقداماتو لاس پورې کړي. د امریکا متحدو ایالتونو ته د ځينو چینايي محصولاتو پر وارداتو باندې د جمعې له ورځې راهیسې لوړې ګمرکي تعرفې وضع شوي دي.
د چین د د سوداګرۍ وزارت څخه په یوه خبره شوې خبرپاڼه کې د امریکا متحدو ایالتونو تعرفې غندل شوي او د سوداګرۍ د نافذه قوانینو خلاف بلل شوې دي. په دې خبر پاڼه کې ګواښ شوی چې دغه اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ «په تاریخ کې تر ټولو لويه تجارتي جګړه» پیلوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر چینایي ماشینونو، برېښنایي توکو او لوړو تخنیکي توکو چې په کې موټر، کمپیوتر، LED وسایل او کمپیوټري حافظې شاملې دي او ارزښت یې ۳۴ میلیاردو ډالرو ته رسیږي، لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړې.
دغه تعرفې د جمعې له ورځې له هغه وروسته چې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ خبرې کومې پایلې ته و نه رسېدې، پلې شوې. ټرمپ غواړي په دې سره له چین سره خپله سوداګري منفي بېلانس ته بدلون ورکړي.
په ۲۰۱۷ کال کې د چین او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ د سوداګرۍ بېلانس ۳۷۵ میلیارده و، چې تر ډېره د چین په ګټه و. خو واشنګټن بیا پر چین تور پورې کوي چې خپلې سوداګریزې اړیکې یې په غیر عادلانه توګه تنظیم کړې دي چې له کبله یې دغه هېواد ګټه او د امریکا متحده ایالتونه تاوان کوي.
که څه هم تر دې مخکې چین ګواښ کړی و چې د امریکا د لوړو ګمرکي تعرفو په صورت کې به سمدستي په ورته اقدام لاس پورې کړي، خو د جمعې په ورځ په خپره شوې اعلاميې کې بیا یوازې د دغو اقداماتو ترسره کولو ته اشاره شوې ده او د ځوابي اقداماتو په هکله څه نه دي ویل شوي.
د چین په ځوابي اقداماتو کې به د ۳۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت د امریکا پر زراعتي او د نورو توکو پر وارداتو باندې لوړې مالیې وضع شي. د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دې موضوع په اړه به د سوداګرۍ نړیوال سازمان خبر کړي او له نورو هېوادونو سره به په ګډه له ازادې سوداګرۍ څخه د دفاع په موخه په اقداماتو لاس پورې کړي.
له بلې خوا رویترز خبري آژانس بيا خبر ورکړی چې د چین په ځینو بندرونو کې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه د ځينو واردو شويو توکو چې ډېر یې زراعتي محصولات دي، ګمرکي تعرفې درول شوې دي. دغه اقدام کېدای شي چې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه واردېدوونکي یو شمېر محصولات او وارداتي شرکتونه زیانمن کړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.