اردوغان پرون د ۱۸ زرو حکومتي کارکوونکو د منفکۍ فرمان لاسليک کړ

18 چنګاښ 1397

د ترکیې حکومت د یو نوي فرمان په صادرولو سره ۱۸۰۰۰ کارکوونکي له دندو شړلي دي. په شړل شويو کسانو کې تر نيمايي ډېر د پوليسو افسران دي. پر دې سربېره ۵۰۰۰ نظاميان او ۱۹۹ استادان هم له دندو په شړل شويو ترکانو کې شامل دي.
په ترکيه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا تر هڅې وروسته بېړنی حالت اعلان شوی چې په لړ کې يې تر دې مهاله په زرګونو حکومتي چارواکي او منسوبين له دندو شړل شوي دي.
رسنيو په خپلو راپورونو کې ويلي چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د ۱۸ زرو دولتي کارکوونکو د منفکۍ د فرمان تر لاسليکولو مخکې يو لک نور کسان هم له دندو لرې کړي وو. تمه ده چې په ترکیه کې روان بېړنی‌ حالت د روانې جولای مياشتې تر پايه ختم شي. د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان مياشت مخکې د خپلو ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال ژمنه کړې وه چې اعلان کړی بېړنی حالت به پای ته ورسوي.
ټاکل شوې چې اردوغان نن د ولسمشر په توګه لوړه وکړي او دغه راز په ترکيه کې نوی رياستي نظام پيل شي.
د ۲۰۱۸ کال د جون د ۲۴ مې تر پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو وروسته د ولسمشر اردوغان واکونه مخ پر زیاتېدو دي. په ترکيه کې د لومړي وزير څوکۍ له منځه وړل شوې او کابينه به تر دې وروسته نېغ په نېغه ولسمشر ته راپور ورکوي.
د اردوغان ځينو منتقدينو تر دې وړاندې نيوکه کوله چې نوموړی له بېړني حالته ناسمه ګټه اخلي او خپل سياسي مخالفين له حکومتي دندو شړي.
ځینې بيا پر دې باور دي چې د ترکیې حکومت به له اروپايي ټولنې سره د ښو اړیکو د پاللو او لرلو په خاطر بېړنی حالت ختم کړي. اروپايي ټولنې د ترکیې پر حکومت کلکې نيوکې کړې چې د بېړني حالت په اعلانولو سره يې د خپلو مخالفينو ځپلو ته پلمه جوړه کړې ده. اردوغان بيا دا ټولې ادعاوې رد کړې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.