د سوريې پر ټيفور هوايي ډګر د اسرائيلو د بريدونو مخه نيول شوې

19 چنګاښ 1397

د سوريې د هوايي دفاع ځواکونو پرون سهار وختي د دغه هېواد پر ټيفور هوايي ډګر د اسرائيلي الوتکو د بريد مخه نيولې ده.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا خبر ورکړی چې اسرائيلو د ټيفور پر هوايي ډګر راکټي او هوايي بريدونه کول چې راکټي بريدونه يې خنثی شوي او الوتکې يې تېښتې ته مجبورې شوې دي.
د سوریې دولتي رسنی خبر ورکړی چې په د اسراييلو د هوايي بريد په دفاع کې د دغه هېواد يوه جنګي الوتکه غورځول شوې، خو له کبله يې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
په لندن کې مېشتې د سوريې د بشري حقونو د دفاع ډلې يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي چې د اسرائيلو د بريد موخه د ايراني او ايران پلوو ملېشو د مرکزونو په نښه کول وه. دغه چارواکي ويلي چې په پېښه کې ايران پلوو ملېشو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده: «په دې برید کې په ټيفور هوايي ډګر کې د ایرانیانو مرکزونه په نښه شوي دي. زموږ د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ایرانیان او ایراني پلوي ځواکونه چې ښايي د سوریې او یا د نورو هېوادونو اتباع وي، وژل شوي دي».
له ايران پلوو ملېشو موخه هغه وسله والې ډلې دي چې د افغانستان په شمول د يو شمېر هېوادونو له شيعه مذهبو جوړې شوې او د ايران په ګټه د بشارالاسد د رژيم د بقا لپاره جګړه کوي.
د راپورونو له مخې، د دې ملېشو مالي لګښت ایران پر غاړه لري او اداعا کوي چې د سوريې د سپېڅلو ځايونو د دفاع په موخه په دغه هېواد کې جګړه کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.